نړۍ

د نړۍ څو مهم خبرونه

د فنلنډ او بلغاریا له ټاکنو بیا د جاپان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر کتنې ددې خبرې ټولګې برخې دي.

له درېيو کلونو وروسته کتنه

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هیاشي د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال چین ګانګ سره د ننګونو او دواړو هېوادونو د ګډو مسایلو په اړه خبرې اتړرې وکړې.

دا په وروستیو درېیو کلونو کې چین ته د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې چین ته سفر کړی چې د چین د سویلي اوبو په ټاپو ګانو کې د ځمکنیو مسایلو او همداراز د بیجنګ له خوا د یوه جاپاني وګړي د نیولو پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات موجود دي.

چینایي چارواکو یوه میاشت مخکې دغه جاپانی وګړی د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

توکیو د دغه کس په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي، خو ویلي یې دي چې هغه د «استیلا» په نوم درملو د شرکت لپاره کار کاوه.

ښاغلي هیاشي په دې سفر کې د خپل دغه وګړي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

په بلغاریا کې پارلماڼي ټاکنې

د بلغاریا اوسېدونکو نن یکشنبې په تېرو دوو کلونو کې د پنځم ځل لپاره په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ.

دغو خلکو په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه اخیستې چې ددې هېواد له سیاسي مشرانو نارضایتي زیاته شوې چې ویل کېږي، «د اقتصادي اصلاحاتو» او «له اختلاس سره د مقابلې» لپاره لېوالتیا نه لري.

رای ګېري په ځايي وخت سهار په اوو بجو پیل شوه او شپې تر اتو بجو په دوام وکړي.

د فنلنډ خلک د ټاکنو په مرکزونو کې

له بلې خوا، په ټول فنلنډ کې نن پارلماني ټاکنې ترسره شوې او خلکو پکې ګډون وکړ.

د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد لومړۍ وزیره سنا مارین به سخته سیالي په مخکې ولري.

تراوسه په دغو ټاکنو کې د بل پیاوړي مخکښ په اړه څه نه دي ویل شوي او ښايي ګوندونه د ایتلافي دولت د جوړولو لپاره مذاکرات وکړي.

په دې لړ کې هر ګوند چې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ګټونکی شي د حکومت د جوړولو لپاره به هڅه وکړي.