نړۍ

بان کي‌مون: د نړیوالو ننګونو او ناورینونو د حل لپاره یووالی اړین دی

د ملګروملتونو سازمان مخکیني سرمنشي او «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنې» رییس بان کي‌مون ویلي چې دا ټولنه کولای شي، د نړیوالې سولې او امنیت او مسایلو د پرمخ بېولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه له چینایي رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې چې د «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنې» د کلنۍ ناستې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېده موضوع یې «ناڅرګنده نړۍ: د ننګونو په لړ کې د پراختیا لپاره یووالی او همکاري» وه.

بان کي‌مون ټینګار وکړ چې انسانان په اوسني وخت کې په ناڅرګنده نړۍ کې چې د ایډیولوژیکو او سیاسي کرښو له لارې وېشل شوې ژوند کوي، له دې امله د نړۍ د ننګونو او ناورینونو لپاره یووالی اړینه چاره ده.

بان کي‌مون وویل: «له دې امله، موږ باید واقعاً پام وکړو او باید له دغو ټولو ناورینونو سره د مقابلې لپاره یو موټي واوسو، له همدې امله دي چې «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنه» باید رول ولوبوي. څه د پاسه دوه زره سیاسي، تجارتي، د مدني او علمي ټولنو مشران مو راټول کړل، له دې امله موږ باید په لومړي سر کې خپله ژمنه وښيو او وروسته د نظر تبادله او تجربې سره شریکې کړو.»

هغه ټینګار وکړ چې «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنه» شل کاله مخکې د اسیايي هېوادونو د اقتصادي یووالي او همکارۍ د پياوړتیا لپاره جوړه شوه، باید له اسیا اخوا ځینو نړیوالو مسایلو ته د رسېدنې هڅه وکړي، ځکه اوس ټوله نړۍ له سیاسي، موسمي او ځینو نورو تقسیم بندیو له امله د بدلون په حال کې ده.

د «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنه» ټولنې رییس زیاته کړه: «آسیا یوازې د ټولې نړۍ یوه برخه ده، له دې امله لااوږد لرلید ولرو، موږ کولای شو چې د نړۍ په مسایلو کې مرسته وکړو، موږ واقعاً د نړۍ سوکالۍ، نړیوالې سولې او امنیت ته اړتیا لرو.»

د «د آسیا لپاره د بوآیو ټولنه» د ۲۰۲۳ کال ناسته د مارچ له ۲۸ تر ۳۱مې پورې په چین کې ترسره شوه. په دغه ناسته کې له ۵۰ آسیایي او نړیوالو هېوادونو کابو دوه زره تنو ګډون کړی و.

«د آسیا لپاره د بوآیو ټولنه» یو نادولتي او غیرانتفاعي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د سیمه ییز اقتصاد د یووالي د دودولو او د پرمختیا په برخه کې د آسیايي هېوادونو د نږدې کېدو په موخه د ۲۵ آسیايي هېوادونو او استرالیا په ګډون یې بنسټ کېښودل شو.