نړۍ

د جګړې خطر د کمښت لپاره له اټومي وسلو لروونکو هېوادونو د چین غوښتنه

چین له هغو ټولو هېوادونو چې اټومي وسلې لري غوښتي چې په اغېزناکه توګه د اټومي جګړې خطر کم کړي.

په ملګروملتونو سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال د جمعې په ورځ په بلاروس کې د روسیې د اټومي وسلو د ځای پرځای کولو په هکله ناسته کې د بیجنګ دریځ اعلان کړ.

د بې وسلې کولو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان لوړپوړې استازې ایزومي ناکامیتسو په دې ناسته کې د وضعیت په اړه مالومات ورکړل او خبرداری یې ورکړ چې اوسمهال د بل هر وخت په پرتله د اټومي وسلو د کارولو خطر زیات شوی دی.

مېرمن ایزومي له روسیې او امریکا وغوښتل چې د اټومي بې وسلو کولو «نوي پيل» ستراتیژیک تړون بشپړ اجرا کولو ته راوګرځي.

په ملګروملتونو سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په دې ناسته کې د خبرو اترو پر بیا پیلولو او سیاسي حللارې پرمخ بیولو ټینګار وکړ.

هغه وویل: «د لویو هېوادونو ترمنځ متقابل باور او همغږي د نړیوال ستراتیژيک ثبات د خوندیتوب لپاره اساسي تضمین دی. د تېر کال په جنورۍ میاشت کې د اټومي وسلو لرونکو پنځه هېوادونو مشرانو د یوې ګډې بیانیې په صادرولو سره ټینګار وکړ چې اټومي جګړه بری نه رامنځته کوی او هېڅکله باید دا ډول جګړه ونه شي.»

ګنګ د چین، فرانسې، روسیې، بریتانیا او امریکا پنځو اټومي وسلو لروونکو هېوادونو د ګډې بیانیې پر ارزښت ټینګار وکړ او له ټولو لوریو یې وغوښتل چې ددې بیانیې لرلید ته ژمن پاتې شي.

په ملګروملتونو سازمان کې د چین ددایمي استازي مرستیال ټینګار وکړ: «چین د اټومي وسلو لروونکو ټولو هېوادونو غواړي چې د بیانیې لرلید ته ژمن پاتې شي، د اټومي جګړې خطر کم کړي او د اټومي وسلو لروونکو هېوادونو ترمنځ له هر ډول نښتو ډډه وکړي.»

نوموړي زیاته کړه بیجنګ د اټومي وسلو لروونکو هېوادونو بهر ددغو وسلو له نه ځاي پرځاي کولو ملاتړ کوي او له دغو هېوادونو هم غواړي چې خپلې اټومي وسلې له نورو هېوادونو سره شریکې نه کړي.

ګنګ وویل چې ټول لوري باید منطقي او له زغمه کار واخلي، د تاوتریخوالي له کمښت او جګړې له خپرولو ډډه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې ټول لوري باید هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د جګړې له اوږدېدو سره مرسته کوي او د وضعیت له خرابېدو یا له کنټروله د ناورین د بهر کېدو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې مسکو نیت لري خپلې اټومي وسلې د بلاروس په خاوره کې ځاي پرځاي کړي.