نړۍ

درې نړیوال خبرونه

د ۲۰ کلنو د نړیوال جام لپاره د اندونیزیا د کوربتوب له لغوې د مکسیکو په یوه سرحدي پنډغالي کې د اورلګېدنې له امله د لسګونه کډوالو تر مړینې.

د اسراییل له حضور سره مخالفت له اندونیزیا څخه د نړیوال جام کوربتوب واخیست

د فوټبال نړیوال فدارسیون «فیفا» تر ۲۰ کلنو ټیټو نړیوال جام لپاره د اندونیزیا کوربتوب لغو کړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اندونیزیا د کوربتوب د لغوې لامل په نړیوال جام کې د اسراییل د لوبډلې له حضور سره د دغه هېواد مخالفت و.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبې د مې له ۲۰ نېټې د جون تر ۱۱ په یاد هېواد کې ترسره شي.

فیفا د چهارشنبې پر ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې ډېر ژر به نوی کوربه وټاکي او د دغو لوبو د پیل نېټې هم بدلون نه دی کړی.

فیفا همداراز ویلي، چې ښایي د اندونزیا د فوټبال فدارسیون پروړاندې ځینې بندیزونه ولګوي. خو د اندونیزیا چارواکو او وګړو ټینګار کړی چې سیاست او ورزش باید سره ګډ نه شي.

د مکسیکو په اورلګېدنه کې د ۳۹ کډوالو وژل کېدل

د مکسیکو د «سیودد خوارز» سرحدي ښار په یوه پنډغالي کې د اورلګېدنې له امله د ۳۹ تنو له وژل کېدو وروسته، لسګونه نور کډوال هم له «ریو ګرانډ» پولې تېر شوي او د امریکا تګزاس ایالت ته رسېدلي دي.

رویټرز راپور ورکړی، دا کډوال چې ډېری یې د ونزویلا وګړي وو او د چهارشنبې پر ورځ له یوه سیند څخه تېر شوي وو، امریکا ته ننوتلي دي.

دغه کډوال وایي چې د مکسیکو په پنډغالو کې د ناامنۍ، نیول کېدو او مړینې له وېرې امریکا ته تښتېدلي دي.

د دوشنبې پر ورځ د مکسیکو په «سیودد خوارز» سرحدي ښار کې د کډوالو د نیولو په یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۳۹ کډوال مړه شول.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او مکسیکو هڅه کوي مکسیکو او سویلي امریکا ته د کډوالو له ننوتو مخنیوی وکړي.

دوې بلک هاوک چورلکې نسکورې شوې

د پوځي تمرین پر مهال د امریکا پوځ د «بلک هاوک» پوځي چورلکو د راغورځېدو په پایله کې څو تنه ووژل شول.

دغه پېښه تېره شپه ناوخته د کنټاکي ایالت په سویل لوېدیځ کې شوې ده.

خو د دې ایالت چارواکو تر اوسه د پېښې د لامل او د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.