روغتیا

په خوست کې په نشه‌ روږدي، دوی ته د پاملرنې غوښتونکي دي

په خوست ولایت کې ۵۲ په نشه‌يي توکو روږدي کسان له ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته بېرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي. دغه کسان که څه هم په روغېدو خوښي څرګندوي خو له هغوی د ملاتړ غوښتنه کوي.

روغ شوي کسان له مسوولینو غواړي چې د روږدو د درملنې بهیر پراخ کړي او په دې ولایت کې د سلګونه نشه‌يي توکو کاروونکو درملنه وکړي.

له نشه‌يي توکو روغ شوی کس محمد رووف وايي: «کله مې چې د نشه‌يي توکو د کارولو پرمهال جامې ووینم سخت شرمېږم، هغه د ناهیلۍ دوره وه اوس ډېر خوښ یم چې عادي ژوند ته ستون شوی یم. له مسوولینو غواړم چې په خوست کې په نشه روږدو نورو کسانو درملنه هم وکړي.»

دغه روغ شوي کسان له طالبانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي ترڅو بیا ځلې د وزګارۍ له امله نشه ته مخه نه کړي.

اخوا، ددغه ولایت روغتيايي مسوولین وايي، که څه هم د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې ستونزې شته خو سره له دې ددغو کسانو درملنې ته دوام ورکوي.

په خوست کې د نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې روغتون سرپرست حمیدالله امید وایي چې له ستونزو سره سره به د درملنې بهیر ته دوام ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «که څه هم د نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې په برخه کې ګڼې ستونزې شته خو سره له دې هڅو کوو چې دا بهیر دوام وکړي او اوس مو ۵۲ تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.»

د یادونې وړ ده، چې په نشه د روږدو کسانو د درملنې بهیر د طالبانو له خوا په کابل په پل سوخته کې د دوی د لوی مرکز په بندولو سره پیل شو او د ننګرهار په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د روږدو کسان راټول شوي دي.

د رپوټونو له مخې، په ننګرهار کې په نشه‌ روږدي کسان بیا شکایت کوي چې مرکز یې ورته تړلی خو درملنې ته یې پام نه کوي.

دغه روږدي کسان له طالبانو غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.