نړۍ

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه بلینکن ورغواړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس مایکل مک کال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته تر دوشنبې ورځې وخت وکړی و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو اسناد وړاندې وکړي، خو نوموړي دا کار ونه‌کړ.

ښاغلي مک کال د بلینکن د راغوښتلو پاڼه لاسلیک کړې ده، چې د سه‌شنبې پر ورځ ورسپارل کېږي.

مک کال بلینکن ته د دوشنبې کاري ورځې تر پایه وخت ورکړی و، ترڅو د اسنادو په تړاو ځواب ووايي او په ځانګړې توګه کابل کې د ماموریت پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۳ چارواکو له خوا په جولای میاشت کې لاسلیک شوي مکتوب هم چمتو کړي.

د هغې خبرپاڼه له مخکې چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د دوشنبې ورځې په وروستیو کې خپره کړه، مک کال ویلي: «موږ څو ځله په ښه نیت سره هڅه وکړه ترڅو وکولای شو د معلوماتو دغه اړینه برخه وګورو. له بده‌مرغه وزیر بلینکن په دې تړاو د اسنادو له وړاندې کولو او ځواب ویلو ډډه وکړه او زه یې اړ ایستم، چې د دې کمیټې د رییس په توګه لومړنۍ احضاریه صادره کړم. د امریکا خلک باید پوه شي چې دا ناورین څنګه رامنځته شو او ولې ۱۳ امریکایي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د بهرنیو چارو له وزارته تمه لرو چې د قانون له مخې دا غوښتنه ومني.»

په همدې حال کې دغې کمیټې د وال سټریټ ژورنال د راپور پر بنسټ اعلان کړی، چې غوښتل شوي اسناد خبرداری ورکوي، دولت له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په هلکه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړې د عملي کولو لپاره په یوه اړخیزه توګه بشپړ چمتوالی نه درلود.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «رییس مک کال د یوې لارې د موندلو لپاره وړاندیز کړی و، چې د فیزیکي سپارښتنو پر ځای اسناد په کمرو سره وڅېړي.»

هغه همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړه، چې د لاسلیکوونکو نومونه د هغوی د خصوصي حریم د خوندیتوب لپاره بدل کړي. خو ان له دغو معقولو امتیازونو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو له وړاندې کولو ډډه کړه.

دغې کمیټې زیاته کړې، چې پاڼې او د بلینکن خبرې ارزښتناک اسناد دي، ځکه د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ درجې کارکوونکو معلومات چې په سیمه کې یې حضور درلود بلینکن ته له راوتلو یوه میاشت مخکې او همداراز په دې برخه کې به د بلینکن ځواب په کره توګه څرګند کړي.

دغه اسناد په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مخکیني رییس ګیګوري ولډون میکس او مک کال له خوا په جلا توګه غوښتل شوي وو.

د دې کمیټې په وینا، د بهرنیو چارو وزارت پوهېده چې دغه کمیټه تر ۱۸ میاشتو زیاته موده کېږي د اسنادو د ترلاسه کولو غوښتنه لري.

دغه غوښتنه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۲ او بیا د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۳۰ د مک کال له خوا شوې ده.

تېره اونۍ ښاغلي مک کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د دې کمیټې په یوه ناسته کې ګواښ وکړ او تر دوشنبې ورځې یې وخت ورکړ.