نړۍ

یوې ښځې په امریکا کې په یوه ښوونځي کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ ووژل

د امریکا د تنیسي ایالت په یوه ښوونځي کې د یوې مېرمنې له خوا په ډزو کې د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

هغه تصویرونه چې د دې ایالت د مرکز «نشویل» د پولیسو له خوا خپاره شوي، ښيي چې یوه مېرمن په دوو وسلو او یوې تومانچې سره په ډزو ددې ښوونځي ښیښه یي دروازې ماتوي او ودانۍ ته ننوځي نورې ډزې پيلوي.

پولیسو ویلي چې د «ادري الیزابت هیل» په نوم ۲۸ کلنه بریدګره د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوې ده.

تراوسه ددې برید انګېزه نه ده مالومه شوې، خو د «نشویل» ښار پولیسو ویلي چې بریدګرې د ښوونځي له هغې جملې د ودانۍ د دروازې دقیقه نقشه لرله او یو یاددښت یې هم پرېښی چې تر څيړنو لاندې دی.

د نشویل د پولیسو مشر جان دریک په دې اړه وویل: «۲۸ کلنه آدري هیل د نشویل سیمې اوسېدونکې وه، په اوسني وخت کې په «برایت ووډ سړک» کې د هغه د استوګنې ځای تر پلټنو لاندې دی او له پلار سره مو یې چې هلته اوسېده اړیکه نیولې، موږ د لازیاتو مالوماتو د راټولولو په حال کې یو.»

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن په دغه خصوصي ښوونځي کې برید د خواشینۍ وړ بللی دی.

هغه همداراز د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودلې او د دغه هېواد له کانګرسه یې غوښتي چې په امریکا کې د وسلو ګرځولو د مخینوي قانون تصویب کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «بریدګرې دوې اتومات وسلې او یوه تومانچه لرله، له دې امله زه یو ځل بیا له کانګرسه غواړم چې د وسلو کارولو د مخنیوي قانون تصویب کړي.»

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د امریکا په ښوونځیو کې کابو اتیا ځله ډزې شوې دي. په تېر کال کې هم په ټوله امریکا کې د ډزو ۳۰۳ موردونه ثبت شوي وو.