دوو سرچینو تایید کړه چې د کابل ښار په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت ته پر غځېدلي سړک د پلټنې په تمځای کې چاودنه دوشنبه ورځ له غرمې وروسته وشوه.
سرچینو ټینګار وکړ، چې دغه چاودنه د یوه ځانمرګي برید له امله وه.
سرچینو وویل، چاودنه داسې مهال وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي د راوتلو په حال کې وو.
طالبان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې په ځانمرګي برید کې د ۶ تنو وژل کېدل تاییدوي.
د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د نن ورځې په چاودنه کې شپږ ملکیان ووژل شول او د درېیو طالبانو په ګډون څو تنه ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، چاودنه ملک اصغر څلورلارې ته نږدې د پلټنې په تمځای کې شوې او ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې «ووژل شو.»
ایمرجنسي روغتون راپور ورکړی، چې دوه مړه او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه چاودنه وروسته له هغې شوې، چې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې هم د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د چاودنې په پایله کې د دغه وزارت لسګونه تنه ووژل شول او ډېری یې ټپیان دي.
دا راپور به بشپړ شي