افغانستان

کونړ کې د خرابو لارو په اړه د دې ولایت د اوسېدونکو شکایت

د سیمې اوسېدونکي وايي، د کونړ ولایت په ځینو برخو کې د خرابو لارو له امله ډېری وختونه ناروغان روغتیايي مرکزونو ته پر لاره ساه ورکوي.

د کونړ د مرکز اسدآباد په دېرش کیلومترۍ کې پرته باراخېلو سیمه چې شاوخوا دوه سوه کورنۍ پکې ژوند کوي اوسېدونکي يې د خرابې لارې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا باراخیلو ته د ورغلې لارې د خرابوالي له امله يې په ځلونو ناروغانو پرلاره ژوند له لاسه ورکړی. دوی همداراز وایي چې د اړتیاوړ توکو په لېږدولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

پنځوس کلن شیرمحمد وايي: «زه چې په ښو او بدو پوه شوی یم نو باراخیلو ته په پلي لاره ځم، تراوسه زمونږ سیمې ته سړک جوړ نشو، موږ په تېرو حکومتونو کې هم ډیرې غوښتنې وکړې خو چا مو غږ نه دی اورېدلی، زموږ ښځې او ماشومان هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»

ددې سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغه ځای کې ښوونځی نشته او ماشومان یې هم له زده کړو بې برخې دي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالغفور وايي: «هر پلار هیله لري چې بچیان يې ښوونځي ته ولاړ شي خو د سړک د نشتوالي له امله یې ماشومان له دغه حقه بې برخې دي، بله مهمه خبره دا چې موږ د خرابې لارې له امله د خپلوانو د خوښیو په مراسمو کې هم ګډون نه شو کولای.»

دا لومړی ځل دی چې د کونړ د مرکز اسدآباد اړوند باراخیلو سیمې ته زموږ خبریال ورغلی دی.

کونړ کې ډېرې نورې سیمې هم دي چې تېرو حکومتونو ورته پام نه دی کړی او اوسېدونکي یې له لومړنیو امکاناتو او خدماتو بې برخې دي.