نړۍ

هغه پناه‌غوښتونکي چې په ناقانونه توګه امریکا او کانادا ته ځي، بېرته به وګرځول شي

انځور: رویټرز

ټاکل شوې امریکا او کاناډا یوه هوکړه لاسلیک کړي چې له مخې به یې د هغو پناه‌غوښتونکو مخه ونیسي چې هڅه کوي د دغو دوو هېوادونو له پولو امریکا او کاناډا ته دننه شي.

د راپورونو له مخې، دغه هوکړه‌لیک په «روکسام» سیمه کې د کډوالو د ننوتو د محدودولو لپاره چې د نیویارک ایالت او د کاناډا د کیک ښار ترمنځ غیررسمي پوله ده، عملي کېږي.

دغه هوکړه‌ جمعه د فبرورۍ پر ۲۴ د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د کاناډا د لومړي وزیر جسټین تروډو له خوا اعلان شوه.

رسنیو ویلي، چې ښاغلی بایډن اوسمهال په اوتاوا کې دی ترڅو د ځینو اقتصادي، سوداګریزو او د کډوالۍ د مسایلو په تړاو له تروډو سره خبرې‌اترې وکړي.

له پناه‌غوښتونکو سره مقابله او له پولې یې د تېرېدو مخنیوی د کډوالو لپاره د پناه‌غوښتنې وضعیت سختوي. دا هوکړه‌لیک د بشري حقونو ډلو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بایډن د دولت له خوا وړاندې شويو قوانینو د سرحدي بندرونو شمېر کم کړی دی.

منتقدین وایي، چې دا سیاستونه د بشري حقونو په برخه کې د ولسمشر بایډن د ژمنو خلاف دي.

په دې لړ کې د بشري حقونو فعالان وایي، چې له پناه‌غوښتونکو سره د پولیسو چلند د بشري اصولو ضد دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مخکیني حکومت یو شمېر کارکوونکي او نور افغانان د مړینې د لوړ ګواښ په منلو او د کابو ۷ زره او ۵۰۰ ډالرو لګښت په غاړې اخیستو سره له ناقانونه لارو ځانونه امریکا ته رسوي.

امریکا او کاناډا ته د افغانانو قانوني او ناقانونه کډوالي پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بې‌مخینې توګه زیاته شوې ده.

یو شمېر افغانان چې د ایران او پاکستان له لارې ځان ترکیې یا برازیل ته رسوي له هغه ځایه امریکا او کاناډا ته ځي.