نړۍ

هند کې یوې محکمې راهول ګاندي په دوه کاله زندان محکوم کړ

هند کې یوې محکمې نن پنجشنبه د هند د لومړي وزیر د مخالف ګوند مشر راهول ګاندي په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د یوې وینا پر مهال د سپکاوي په تور په دوه کاله زندان محکوم کړ.

ښاغلي ګاندي په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې په یوه وینا کې وویل، چې د مودي کورني نوم لرونکي کسان غله دي.

ګاندي د هند د کانګرس یو لوړپوړی غړی دی او د نهرو ګاندي له کورنۍ څخه دی.

د نوموړی ګوند ویلي، چې د محکمې د دغه حکم پروړاندې به په یوه لویه محکمه کې دفاع وکړي.

هغه محکمه چې دا حکم یې صادر کړی په «صورت» ښار کې ده. هغه ښار چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د زېږېدو په ځای ګجرات ایالت کې دی.

ګاندي د محکمې د حکم د اعلان پر مهال صورت ښار کې و او دغې محکمې د ده لپاره ضمانت هم صادر کړ او دا دوسیه یې تر یوې میاشتې پورې وځنډوله.

ښاغلي ګاندي دغه خبرې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د هند د ټاکنو پر مهال وکړې او ښاغلي مودي او د دې هېواد دوو نورو تښتېدلو پانګوونکو ته یې اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د مودي کورني نوم لرونکي کسان ټول په پراخ فساد کې لاس لري.

ښاغلي ګاندي نن پنجشنبه محکمې ته وویل، چې د ده خبرې د ټولنې د هېڅ برخې پرضد نه وې، خو بي‌جي‌پي ګوند ویلي چې هېڅوک تر قانونه لوړ نه دي.