ښځې

په افغانستان کې د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو غورځنګونو ایتلاف

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو یو شمېر اعتراض کوونکو غورځنګونو سره ایتلاف وکړ.

په دغه ایتلاف کې شامل د عدالت او آزادۍ غورځنګ، د معترضو مېرمنو خودجوشه غورځنګ، د تخار د مېرمنو غورځنګ، د اتحاد او یووالي ټیم او د افغانستان د انقلابي مېرمنو غورځنګ شامل دي.

د افغان مېرمنو دغو فعالو غورځنګونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز نظام کې بدلونونه او د افغان مېرمنو لپاره د محدودې سیاسي فضا رامنځته کېدو او له طالبانو ډلې سره د معترضو مېرمنو مقابلې، ښځې او نجونې له جدي موقعیت او زیانونو سره مخ کړې دي.

دغو ښځو ویلي چې د هېواد له پولو بهر یو شمېر نور فعال بهیرونه هم د ځان په ګټه ددغو غورځنګونو د کارولو په لټه کې دي.

په ایتلاف کې شاملو دغو شپږو غورځنګونو زیاته کړې د ننه په هېواد او بهر کې د اعتراضونو نښې موجودې دي.

همداراز ددغه ایتلاف په وینا، ښځې د یوې نوې او له ټولنیزو توپيرونو پرته ټولنې د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.

د ښځو د مقاومت غورځنګ وایي چې دوی غواړي مبارزې او عدالت غوښتونکې مېرمنې په دې ایتلاف کې په غړیتوب له (آوازو او دروغ ویلو) زیانمنې نه شي او خپلو آزادۍ غوښتونکو مبارزو ته دوام ورکړي.

دغه ایتلاف له نړیوالې ټولنې او د مدني ټولنې له بنسټونو غواړي چې له دوی سره همکاري او ترې ملاتړ وکړي.

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو او د دوی له خوا د ښځو په وړاندې محدودیتونو په رامنځته کولو، د ښځو غورځنګونه هم رامنځته شول. دغو غورځنګونو په تېر یو نیم کال کې په ځلونو د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو خلاف اعتراضونه وکړل.