افغانستان

۱۳۸۴ تنه مړه او ۸۹۰ ټپیان؛ د ۱۴۰۱ کال تر ټولو مرګونو امنیتي پېښو ته کتنه

افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو تر واک لاندې مرګونو امنیتي پېښو سره مخ و. ځانمرګو بریدونو، چاودنو او له طالبانو سره د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې ځواکونو نښتو په دې کال کې تر ټولو زیات تلفات رامنځته کړي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې آمو راټول کړي د ۱۴۰۱ کال له پیله تر پایه، یو زر او ۳۸۰ تنه وژل شوي چې ۸۹۰ تنه یې ملکي وګړي دي. په دغو پېښو کې همداراز ۸۷۱ تنه ټپیان شوي دي.

چاودنې او ځانمرګي بریدونه

د هغو شمېرو له مخې چې آمو راټولې کړې په ۱۴۰۱ کال کې په کابل او ولایتونو کې کابو ۷۴ د امنیت ضد پېښې شوې چې ډېری یې په کابل رامنځته شوې. ددغو شمېرو له مخې په کابل کې په دې کال کې ۳۳ ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوې دي.

ډېری دا بریدونه په کابل، بلخ، کندز او سمنګان ولایتونو کې شوې او د دغو پېښو قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملګي وګړي دي.

کابل

د مرغومي په شلمه نېټه د بهرنیو چارو وزارت د دروازې په مخکې ځانمرګي برید کې شل تنه مړه او څه د پاسه ۴۰ نور ټپیان شول. داعش ددې پېښې مسوولیت پرغاړه واخیست.

د مرغومي په یوولسمه په کابل کې د پوځي هوايي ډګر د دروازې په مخکې ځانمرګي برید ۱۴ تنه مړه او اتلس نور ټپیان کړل. ددې پېښې مسوولیت هم داعش منلی و.

د همدې کال د لیندۍ په ۲۱مه یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو پر مېلمستون برید وکړ چې له امله یې درې تنه مړه او اتلس نور ټپیان شول. ددې برید مسوولیت هم داعش ډلې پرغاړه واخیست.

د ۱۴۰۱ کال د وري په دېرشمه د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي پر زده کوونکو چاودنه وشوه. په دې برید کې ۲۵ زده کوونکي مړه او ۴۸ نور ټپیان شول.

ددې سیمې اوسېدونکي ویلي و چې په دغه عبادت ځای کې د صوفیانو په منځ کې هغه مهال برید وشو چې دوی د «ذکر» په حال کې وو.

د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۵مه د کابل په شپږمه حوزه کې د محرم میاشتې د لسمې د ویر په مراسمو کې برید شل تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان کړل.

د راپورونو له مخې ددغه برید ټول قربانیان ملکي او هزاره وګړي وو. ددې برید مسوولیت هم داعش پرغاړه اخیستی و.

د ۱۴۰۱ کال د زمري په نولسمه د طالبانو نفوذ لروونکی ملاتړی او په کابل کې د حقانیه مدرسې مسوول رحیم الله حقاني په خپله مدرسه کې د ځانمرګي برید له امله له شپږو نورو کسانو سره ووژل شو.

د محرم د مراسمو پر ویر کوونکو له بریده دوولس ورځې وروسته، د کابل د «صدیقیه» جومات پر لمونځ کوونکو بله چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې دوولس تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شول. ویل کېږي چې ددې برید ټول قربانیان سُني وګړي وو.

خو د کابل په لوېدیځ کې د «کاج» ښوونیز مرکز پر زده کوونکو برید په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو مرګونی برید بلل شوی دی.

د ۱۴۰۱ کال د تلې د اتمې په سهار د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکي کله چې د آزمویښتي امتحان په حال کې وو، پرې ځانمرګی برید وشو. په دې برید کې ۵۷ زده کوونکي مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شول.

ددې برید څه د پاسه ۵۰ قربانيانې هزاره نجونې وې. ددې برید مسوولیت هېڅ ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د روسیې سفارت ته نږدې د دارالامان سړک

د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۱۴مه یوه ځانمرګي بریدګر کابل کې د روسیې سفارت په مخکې له ځان سره چاودېدونکي توکي وچاودول.

روسي رسنیو رپوټ ورکړ چې په دې برید کې د دوو روسي وګړو په ګډون شل تنه وژل شوي دي.

د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په اتمه په کابل کې د القاعدې ډلې پر مشر د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو برید هم ددې کال تر ټولو مهمه امنیتي ضد پېښه بلل شوې ده. دا برید د امریکا د ولسمشر جوبایډن په حکم د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعدې ډلې د مشر پر کور وشو، په دغه برید کې اېمن الظواهري ووژل شو.

بلخ

د هېواد په شمال کې بلخ ولایت هم په ۱۴۰۱ کال کې له مرګونو بریدونو سره مخ و.

د غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه د مزارشریف ښار په سه دکان جومات کې د چاودنې له امله ۶۰ تنه ووژل شول. ددې برید ټول قربانیان ملکیان او شیعه وګړي وو.

پر سه دکان جومات له بریده اته ورځې وروسته یعنې د ۱۴۰۱ د غويي په اتمه په درېیمه او لسمه ناحیه کې پر دوو مسافروړونکو موټرو د مینونو چاودنې وشوې چې له امله یې نهه تنه مړه او ۱۳ ټپیان شول. ددغو پېښو مسوولیت داعش منلی و.

د لیندۍ میاشتې په اتمه په مزارشریف ښار کې بله مرګونې چاودنه وشوه چې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو ادارې د کارکوونکو پر موټر یې برید وکړ. په دې چاودنه کې ۲۱ تنه مړه او دېرش نور ټپیان شول.

د ۱۴۰۱ کال د کب به اتلسمه یوه ځانمرګي برید ګر په بلخ کې د طالبانو پر والي داوود مزمل برید وکړ. په دې برید کې په بلخ کې د طالبانو والي داوود مزمل له شلو نورو کسانو سره ووژل شو او اته تنه ټپیان شول. داعش ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

په مزارشریف کې وروستی مرګونی برید، ددې ښار په تبیان کلتوري مرکز کې چاودنه وه. دا چاودنه د ۱۴۰۱ کال د کب په شلمه د شنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خبریالانو په هغو مراسمو کې چې د «مهدویت، رسنۍ او کلتور دودول» په نوم جوړ شوي وو، ګډون کړی و.

په دغه چاودنه کې درې تنه مړه او دېرش نور ټپیان شوي دي. خو طالبانو د وژل شویو شمېر یو تن او د ټپيانو اته اعلان کړي دي. له دې چاودنې یوه ورځ وروسته داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

هرات

د هېواد په لوېدیځ کې هم په تېر کال کې ډېرې پېښې شوې دي. د ۱۴۰۱ کال د وږي په یوولسمه یوه ځانمرګي بریدګر د هرات د ګازرګاه جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه. په دې برید کې اتلس تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شول. طالبان داعش ډله ددغه برید مسووله وبلله.

په هرات کې طالب چارواکو ویلي چې مجیب الرحمن انصاري د خپل ورور، امنیتي ساتونکو او ملکي وګړو ترڅنګ چې د لمانځه لپاره راټول شوي وو په «شکمن» ځانمرګي برید کې ووژل شو.

کندز

په هغه چاودنه کې چې د ۱۴۰۱ کال د غويي په دوهمه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د «مولوي سکندر» په نوم عبادت ځای کې وشوه له امله یې ۶۰ تنه مړه او دېرش نور ټپیان شول. ددې پېښې ټول قربانیان ملګي وګړي وو.

سمنګان

د ۱۴۰۱ د لیندۍ په نهمه د سمنګان ولایت د ایبک ښار د بندر پر واټ «جهادیه» مدرسه کې چاودنې ۱۹ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان کړل. ددې پېښې ډېری قربانیان ماشومان وو.

نښتې

په تېر یوه کال کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتو دواړو لوریو ته درانه تلفات اړولي دي.

د مقاومت جبهې ځواکونو په تېرو اتلسو میاشتو کې په پنجشېر، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې جګړه کړې چې له امله یې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې آمو راټول کړي په دغو نښتو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ۵۵۸ غړي وژل شوي دي.

له دې جملې ۱۶۲ تنه د مقاومت جبهې ځواکونه د پنجشېر، اندراب او بدخشان په نښتو کې وژل شوي چې اته تنه یې د دې جبهې لوړپوړي قوماندانان دي.

له بلې خوا، د آزادۍ جبهې ځواکونو ددې جبهې اړوند وېبپاڼه کې د یوه راپور په خپرولو ویلي، په هغو بریدونو کې چې په تېر یوه کال کې د طالبانو پرخلاف یې کړي کابو ۲۲ طالبان یې وژلي او ۱۸۸ نور ټپیان شوي دي.

دغې جبهې هم ویلي چې د بغلان په اندراب جبهه کې ددې جبهې پنځه غړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

په اندراب کې نښتې

په دې کال کې د مقاومت جبهې دوه قوماندانان اسدالله اندرابي او خیرمحمد خیرخواه له خپلو ۲۵ ملګرو سره له طالبانو سره په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول.

په پنجشېر کې نښتې

د پنجشېر د مقاومت جبهې ځواکونو په ۱۴۰۱ کال کې له طالبانو سره سختې نښتې وکړې.

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ تر ټولو مرګونې نښته د سپتمبر په ۱۴مه نېټه وشوه. په دغه نښته کې د دې جبهې قوماندانان ملک خان او خنجر خان له خپلو اتیا تنو جنګیالیو سره د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته ووژل شول. په دغو نښتو کې اویا طالبان هم ووژل شول.

په اکتوبر میاشت کې د دغې جبهې قوماندان محمد یار له خپلو درېيو زامنو، ورور او درېیو ملګرو سره په پنجشير کې د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته ووژل شول. ددغو اتو کسانو په ډزو ویشتلو تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.

په بدخشان کې نښتې

په بدخشان ولایت کې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښته کې د بحرالدین او حمیدالله مجاهد په نومونو دوه قوماندانان له خپلو ۴۲ کسانو سره ووژل شول. په دغه نښته کې د طالبانو تلفات ۳۶ تنه بلل شوي دي.

مقاومت جبهې د سپتمبر په درېيمه په خپل کلني راپور کې اعلان کړی چې ددې جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له نیمايي څخه د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست تر نیمايي پورې ۷۱۵ تنه طالبان او ۱۲۱ د مقاومت جبهې ځواکونه وژل شوي دي.

د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وژل کېدل

طالبانو په شمالي ولایتونو په تېره بیا پنجشېر او د بغلان ولایت په اندراب او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسګونه ملکیانو په وژلو تورن دي.

د آمو د شمېرو له مخې، طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې ۹۰ ملکي کسان په پنجشېر او ۱۹ په اندارب کې وژلي دي.

هغه شمېرې چې آمو راټولې کړې،ا دا په ۱۴۰۱ کال کې په افغانستان کې د پوځیانو او ملکي وګړو د تلفاتو یوه برخه ده.

له بلې خوا، د سالنګ پر لویې لارې چاودنه او اورلګېدنه د ۱۴۰۱ کال نورې مرګونې پېښې وې.

د لیندۍ میاشتې د ۲۶ ماښام مهال په سالنګ تونل کې د تېلو یو ټانکر وچاودېده او اور یې واخیست. په دغه پېښه کې ۸۷ تنه مړه او ۹۰ نور ټپیان شول.