نړۍ

د اکوادور زلزلې ۱۴ تنه مړه کړل

په اکوادور او د پیرو په شمال کې د رېښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزلې له امله لږترلږه ۱۴ تنه مړه او څو کورونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه وران شوي دی.

رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د ژغورنې ډلو د دې هېواد په ال اوروي ولایت کې د زیات شمېر قربانیانو مړي چې تر خاورو لاندې وو راایستلي دي.

د اکوادور ولسمشر ګیلرمولاسو ویلي چې ټول وزارتونه د بیړنیو حالاتو لپاره د تیارسۍ په حال کې دي او د سویلي امریکا په دغه هېواد کې د سونامي خطر موجود دی.  

د اکوادور ولسمشر ګیلرمولاسو په دې اړه وویل: «د سمندر پېژندنې انستیتوت د راپور له مخې، د سونامي په هکله د اندېښنې لپاره هېڅ دلیل نشته. دا زلزله د شنبې په ورځ په ځايي وخت ۱۲:۲۲ وشوه او د رېښتر ۴،۸ درجې دوهمه او په ځایي وخت ۱۲:۵۵ د رېښتر په کچه ۳،۷ درجې بله زلزله وشوه.»

هغه زیاته کړه چې تراوسه په ال اورو ولایت کې د دیارلس تنو او په آزوای ولایت کې د یوه تن د مړینې رپوټ ورکړ شوی دی.

په دې زلزله کې یو شمېر کسان ټپيان شوي چې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او همداراز په ال اورو او آزوای ولایتونو کې کورونه هم وران شوي دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې مرکز اعلان کړی چې د رېښتر په کچه ۶،۸ درجې دا زلزله، د ګوایاس ولایت د ځمکې په ۶۶،۴ کیلومترۍ کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې، د اکوادور د ارتباطاتو سازمان په دې پېښه کې د قربانیانو شمېر ۱۴ تنه اعلان کړی دی.

ددغه سازمان په وینا په دې زلزله کې ۱۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په دې پېښه کې لږترلږه اوه کورونه وران شوي او ۵۰ نور زیانمن شوي دي. کابو شل ښوونیز او دېرش روغتیايي مرکزونه هم زیانمن شوي دي. له بلې خوا، د پیرو چارواکو ویلي چې دا زلزله د دغه هېواد په شمالي سیمه کې هم احساس شوې خو چا ته زیان نه دی رسېدلی.