افغانستان

کونړ کې د څښاک اوبو کمښت

په کونړ ولایت کې د اوبو د کچې د ټیټېدو له امله ډېری د اوبو څاه‌ګان وچ شوي او خلک د اوبو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت د مرکز اسعداباد اوسېدونکي وايي، د بارانونو د کمښت له امله اوبه کمې شوې او دوی له لیرې سیمو خپلې د اړتیا وړ اوبه راوړي.

د دغه ولایت اوسېدونکي زیاتوي، که څه هم د دې ولایت په منځ کې اوبو لوی سیند بهېږي خو د حکومتونو د بې پامۍ له امله د کونړ اوسېدونکي تل د اوبو له نشتوالي کړېږي.

د مرکز اسعداباد یو اوسېدونکی خان محمد وايي: «ما په خپل کور کې د پاکو اوبو څان کیندلې، تېر کال پرېمانه اوبه وې پکې خو سږ کال چې ورښتونه کم وو زموږ د کور په ګډون د شاوخوا کورونو څاګان هم وچ شول.»

هغه زیاتوي، ماشومان یې په لاسونو کې له لیرې سیمو د کور د اړتیاوړ اوبه راوړي چې دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وینا د نورو کلونو په پرتله سږ کال د مرکز اسداباد په ډیری برخو کې څاګان وچ شوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د کونړ د مرکز دمکلې کلي اوسېدونکی ناصر وایي: «د اوبو له پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه پخوا مو په کلي کې ډیر څاګان وو، که به یوه څاه وچ شو نو له بل څخه به خلکو اوبه راوړې خو اوس دا ټول وچ شوي دي.»

د اسعدآباد په یوه کلي کې تازه یوه ځوان په شخصي لکښت ژور څاه کیندلی ترڅو کلیوالو ته په وړیا توګه پاکې اوبه ورکړي.

د زاهد‌الله په نوم دغه ځوان چې په خپل شخصي لګښت يې د مرکز اسداباد په دملکي سیمه کې د اوبو ژور څا کیندلی وايي: «له ما سره دومره پیسې نه وې خو له ملګرو مې پور کړې ترڅو کلیوالو ته د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه بریده کمه کړم.»

د هېواد د پلازمیني په ګډون په ډېری ولایتونو کې د نورو کلونو په پرتله د واورې او باران د کمښت له امله ترځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده.