نړۍ

ټرمپ د سه‌شنبې پر ورځ د ده د نیول کېدو د احتمال خبر ورکړ

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې ښایي د غیراخلاقي فلمونو یوې لوبغاړې ته د چوپه خوله پاتې کېدو لپاره د پیسو ورکولو په تور ونیول شي.

ښاغلي ټرمپ له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریونونه پیل کړي.

هغه شنبه د مارچ پر اتلسمه نېټه پر خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیل (TRUTH SOCIAL) کې ویلي، چې د نیویارک د منهتن سیمې د څارنوال له دفتره «د راوتلو معلوماتو» له مخې به د سه‌شنبې پر ورځ ونیول شي.

د ښاغلي ټرمپ یو ویاند وایي، چې هغه تر اوسه له نیول کېدو په رسمي توګه نه دی خبر شوي.

امریکایۍ لوبغاړې سټورمي ډنیلز ادعا کوي، چې ډونالډ ټرمپ د خپل وکیل له لارې د ۲۰۱۶ کال له ولسمشریز ټاکنو مخکې د دوی د اړیکې په تړاو د چوپه خوله پاتې کېدو لپاره ۱۳۰ زره ډالر رشوت ورکړی دی.

ډنیلز ادعا کوي، چې د ټرمپ وکیل دغه پیسې د ده په امر ورکړې وې؛ هغه تور چې ښاغلی ټرمپ یې ردوي.

تر اوسه د امریکا هېڅ برحاله یا مخکینی ولسمشر د کوم تور له امله نه دی نیول شوی.

د ټرمپ د نیول کېدو په صورت کې به هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر وي چې نیول کېږي.

د رسنیو راپورونه ښيي، چې امنیتي ځواکونه د ټرمپ پروړاندې د جرم د اعلان په صورت کې د هغه د نیول کېدو ځای، نیویارک ښار کې د منهتن جنایي محکمې دننه او شاوخوا د امنیت ټینګولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي.