افغانستان

د ننګرهار په سراج العمارت بڼ کې د موزیم جوړولو غوښتنه

سراج العمارت بڼ چې اوږده تاریخي مخینه لري، له کلونو راهیسې ورته د ختيځو ولایتونو ترڅنګ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو سیلانیان د تفرېح لپاره راځي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې په سراج العمارت بڼ کې د تاریخي آثارو موزیم پرانیزي، ترڅو دغه ځای ته د بهرنیو سیلانیانو پام هم را وګرځي.

رحیم‌الله چې دې ځای ته د تفرېح لپاره راغلی له طالبانو غواړي چې په سراج العمارت بڼ کې د ژمنې سره سم د تاریخي آثارو موزیم جوړ کړي، ترڅو دغه ځای ته د بهرنیو سیلانیانو پام هم راواړول شي.

هغه وایي: «لکه څنګه چې څه موده مخکې طالبانو ویلي، په دې بڼ کې به موزیم جوړوي، که دا کار وشي د ځایي اوسېدونکو پر ورتلو سربېره به نړیوال سیلانیان هم دې ځای ته راځي.»

د ننګرهار ولایت بل اوسېدونکی فرید ستانکزی چې دغه بڼ ته ورغلی وایي، دا ځای د ټولو ځوانانو لپاره د چکر غوره ځای دی، خو له مسوولینو غواړو چې پام ورته وکړي.

نوموړی زیاتوي: «دا ځای د چکر لپاره ډېر غوره دی، ښه مطالعه پکې کېدای شي، ښه د ورزش ځای دی او دلته د ځوانانو لپاره ښې آسانتیاوې برابرې شوې دي.»

د دې بڼ د نظافت برخې مسوولین بیا له سیلانیانو غواړي چې د تفرېح ترڅنګ دې د بڼ پاکوالي ته هم پام وکړي.

۵۰ کلن ملنګ چې له کلونو راهیسې د دې بڼ د نظافت په برخه کې کار کوي وایي، د ګلانو او بوټو د پالنې لپاره ډېر زیار باسي، خو سیلانیان یې ساتنې ته دومره پام نه کوي. هغه له خلکو هیله لري چې د بڼ پاکوالي ته پام وکړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ دلته ګلان کرو، چمنونه مو کرلي، خلک چې دلته راځي کثافات بې ځایه اچوي، هیله کوو چې دا کار ونه کړي، لاړ شئ اوس هم ګلان وګورئ دا خلک په یوه عکس اخیستو څلور پنځه بوټي ماتوي.»

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د موزیم کابو ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي، چې ژر به په دغه لرغونې ودانۍ کې د تاریخي اثارو لرغون‌کور پرانیستل شي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست ویاند قریشي بدلون وايي: «د موزیم جوړولو لپاره هڅې روانې دي او کابو ۸۰ سلنه کار یې ترسره شوی، هرڅه منظم دي، خو یوازې پر دې کار روان دی، چې تخنیکي برخه کې د آثارو د ساتنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړو.»

د سراج العمارت تاریخي ودانۍ او بڼ د امیر حبیب‌الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی چې هغه مهال به د هېواد واکمن د ژمي په موسم کې دغه ځای ته پلازمینه لېږدوله او له دې ځایه به یې د حکومت چارې سمبالولې.

په سراج العمارت بڼ کې به دا لرغون کور د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په کچه وي چې په هغې کې به د هېواد د بېلابېلو تاريخي دورو اثار نندارې ته کېښودل شي.

له دې مخکې، د افغانستان د ملي موزیم او لرغون پوهنې برخې یوه مسوول هم ویلي و، چې  له فرهنګي اړخه د دغه موزیم جوړېدل مهم ګام دی او د ډېرو سیلانیانو پام به ځان ته واړوي.