نړۍ

په کانګو کې جنګیالیو نولس تنه ووژل

جنګیالیو د یکشنبې په شپه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې پر یوه کلي په برید سره لږ ترلږه نولس تنه ووژل او یو روغتیایي مرکز یې هم سوځولی دی.

د کانګو د دوو چارواکو او یوه ځایي اوسېدونکي په وینا، دا برید په سیمه ییز وخت د شپې یوه بجه ددې هېواد د کیوو ولایت به کییریندا کلي کې شوی دی.

د کییریندرا کلي اوسېدونکی او د قربانیانو یو خپلوان لوانزو کامباله په دې اړه وویل: «د متفقینو دیموکراتیک ځواکونه د شپې په یوه بجه راغلل او له موتانګا څخه د لیدنې پرمهال یې څو تنه ووژل، له عملیاتو وروسته دوی زما دوه وروڼه وتړل، له نېکه مرغه مړه نه شول، دوی یې د کیوندو روغتون ته ولېږدول بلواګرو زما دوې خویندې له ځان سره بیولې دي.»

له بلې خوا، د سیمې یو اوسېدونکی برنادت کویرا چې له دې بریده روغ وتلی رویټرز ته یې ویلي چې په کور کې بیده و چې د هاوان د چاودنې غږ یې واورېده.

د دې کلي یو اوسېدونکی او د پېښې شاهد وايي: «فکر مو وکړ چې دلته وژل کېږو، د خدای په فضل دا بریدګر زموږ د کور له انګړه ووتل او ولاړل ترڅو پر لاره نور کسان ووژني، له پلورنځیو یې غلاوې وکړې، موږ چانس درلود چې له کوره ووتلو او وتښتو.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ بلواګرو ددې کلي په څو کلیومترۍ کې پر یوه بل کلي برید وکړ او لږترلږه ۳۵ تنه یې ووژل او د خلکو کورونو ته یې هم اور ورته کړ.

د کانګو پوځ د کانګو په ختیځ کې یوه وسله واله ډله چې له داعش سره یې بیعت کړی او پر کلیو پرلپسې بریدونه کوي ددې برید مسووله بللې ده.