نړۍ

ابوظبي کې د «ابراهیمي کورنۍ مرکز» د ابراهیمي مذهبونو ترمنځ د خبرو اترو ځای

متحده عربي اماراتو د چهارشنبې په ورځ په ابوظبي کې د «ابراهیمي کورنۍ مرکز» پرانیست چې پکې یو جومات، کلیسا او کنیسه شامله ده. د دغه مرکز د پرانیستو موخه د ابراهیمي مذهبونو تر منځ د خبرو اترو وده ده.

دا پروژه د برېتانوي مشهور معمار ډیویډ اډجاي لخوا ډیزاین شوې او په جوماتونو، کلیساګانو او کنیسو کې له معمولې معمارۍ پکې کار اخیستل شوی دی.

دا په متحده عربي اماراتو کې لومړنۍ ودانۍ ده چې د اسلام، عیسویت او یهودیت د درېیو مذهبونو درې عبادت ځایونه په یوه ځای کې جوړیږي.

د دې ډیزاین د یادو درېیو مذهبونو ترمنځ ګډ ارزښت دی او په ښه نیت کې د تفاهم، یو بل د منلو او ودې شرایط برابروي.

د دې ځای جومات د “امام الطیب” (امام اعظم الازهر) په نوم نومول شوی او د مکې په لور موقعیت لري.

کړکۍ یې د “مشربیه” په نوم د یوې ښې کاري شبکې په بڼه جوړې شوې او په داسې ډول ډیزاین شوې چې د هوا او رڼا جریان تنظیموي.

اډجايي CNN ته وویل: «هغه څه چې تاسو به یې په ټولو پروژو کې وګورئ د فلټر کولو او د رڼا وېشلو مسله ده. په جومات کې رڼا تنظیموي چې مکې ته په ارامۍ سره ورسېږئ.»

د پاپ فرانسیس کلیسا هم په ختیځ کې د لمر لوېدو په لور جوړه شوې ده. د دې چت د لرګیو څخه جوړ شوی چې د قرآن او انجیل څخه د نوح د کښتۍ کیسې پر اساس جوړ شوی دی.

اډجایي زیاته کړه: «په کلیسا کې، تاسو کولی شئ د روانو اوبو غږ واورئ. اوبه په مسیحیت کې خورا مهمې دي. کلیسا په نړۍ کې یوه کښتۍ ده.»

کنیسه یې هم په میمون خاخام مشهور دوولسمې پېړۍ د یهودي فیلسوف موسی ابن میمون په نوم نومولې شوې ده.

دا عالم هم یو طبیب و چې د مدیترانې په شاوخوا کې یې د یهودي نړۍ مشري کوله او د مصر او سوریې مسلمان واکمن صلاح الدین د هغه له ناروغانو څخه و.

دا کنیسه په متحده عربي اماراتو کې د یهودیانو لومړنی عبادتځای دی. په متحده عربي اماراتو کې د یهودانو ټولنې پخوا موقتي کنیسه کاروله.

په دې ځانګړي مرکز کې، هره ودانۍ په جلا توګه د ۳۰ په دېرش مترو کې په مکعب ډول جوړه شوې ده.