افغانستان

د کونړ د هډوال سیمې اوسېدونکي: څاروي پلورو او سړک رغوو

د کونړ هډوال سیمه چې د اسدآباد په ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ده. ددې غرنۍ سیمې اوسېدونکي د لارې د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هډوال سیمې ته ورغلې لویه لار ویجاړه ده او تګ راتګ پرې له مرګ سره لوبې ګڼل کېږي.

ځايي اوسېدونکي بیل، کولنګ او جبل په لاس راوځي او ورځ خپلو مینو ته د ورغلي سړک پر جوړېدو تېروي.

د دوی په خبره، هم له تېر حکومت او هم له اوسنۍ واکمنې ادارې یې څو ځله د دې لارې د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه لکه څنګه چې اړتیا اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د سړک خرابوالي یې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د هډوال سیمې یو اوسېدونکی حبیب‌الرحمن وايي: «دا یوه غرنۍ سیمه ده. دلته شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي، زموږ د سیمې سړک ویجاړ دی. په تېرو حکومتونو کې مو د دې سړک د جوړېدو ډیرې غوښتنې وکړې، خو چا مو غږ نه دی اورېدلی.»

نوموړی زیاتوي: «اوس اړ شوي یو او پرېکړه مو وکړه چې د سړک جوړولو لپاره باید خپله اقدام وکړو. خلک هره ورځ سهار راوځي او تر ماښامه کار کوي.»

ځايې اوسېدونکي وايې، چې د دغه سړک د جوړولو لګښت د څارویو او د کور د توکو په پلورلو سره برابروي او په دې برخه کې تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

د دې سیمې بل اوسېدونکی نقیب‌الله زموږ خبریال ته وايي: «موږ بېوزله خلک یو. کله چې ناروغان پیدا شي او یا د غم او ښادۍ مراسم وي نو د دغه سړک د خرابوالي له امله بیا ډېر ځورېږو. ناوې په ډولۍ کې لېږدوو او ناروغان په جنازو کې، مونږ خپل څاروي پلورو او په لاسته راغلو پیسو هم ځان ته خوراکي توکي پېرو او پاتې پیسې د سړک پر جوړولو لګوو.»

په دې سیمه کې د ښوونځي د نشتون او ښار ته د غځېدلې لارې د خرابوالي له امله ماشومان له ښوونځيو بې‌برخې دي.

نظار هغه ماشوم دی، چې له لیک او لوست سره مینه لري. هغه وايې: «زه غواړم ښوونځی ووایم لوړې زده‌کړې وکړم. دا مې لویه هیله ده. خو ښوونځي په اسعداباد او یا هم نورو سیمو کې دي، موږ ورته لاس‌رسی نه‌لرو، هیله مې دا ده، چې دا سړک جوړ شي او موږ زده‌کړي وکړو.»

په کونړ کې نه یوازي هډوال سیمه بلکې ددې ولایت په ډېری لیرې پرتو سیمو کې خلک له دغه ډول ستونزو شکایت لري.