افغانستان

د زابل هغه ولسوالۍ چې اوسېدونکي یې لا هم د لیکونو له لارې د یو بل احوال اخلي

د زابل په ارغنداب او دای چوپان ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د فعالیت د نشتوالي له امله خلک لا هم د لیکونو له لارې د خپلوانو احوال اخلي.

د زابل ارغنداب چې د مرکز کلات په سویل کې غرنۍ ولسوالي ده او اوسېدونکې یې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکې وایي، دوی هېڅ یوې مخابراتي شبکې ته لاسرسی نلري او د یو بل د خبرولو او احوال اخیستو لپاره لیکونه استوي.

هدایت الله د خپل اوښي غازي محمد لپاره لیک لیکي.

نوموړی په دې لیک کې د خپلې مېرمنې ورور ته لیکي چې ټاکل شوې د څه مودې لپاره د زابل مرکز کلات ته ولاړ شي. هدایت الله له نوموړي غواړي چې د څو ورځو لپاره خپله خور د پلار کور ته بوځي.

هدایت الله زیاتوي: «کابو شل کاله کېږي چې په هېواد کې مخابراتي شبکې فعالې شوې خو موږ تراوسه هېڅ یوې شبکې ته لاسرسی نه لرو او د یو بل د خبرولو او احوال اخیستو لپاره له لیکونو استفاده کوو.»

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی نور محمد چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې په زرنج موټرسایکل سره کار کوي، دا لیک ۵۵ کیلومتره لیرې په بل کلي کې غازي محمد ته سپاري.

د ارغنداب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حبيب الله بیا وایي چې د مخابراتي شبکو نه شتون د دوی ټولې چارې له ځنډ و خنډ سره مخ کړې دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ له سختو ستونزو سره مخامخ يو مخابراتي شبکو ته لاسرسی نلرو، د ړندو او کڼو په شان ارغنداب کې ژوند کوو، له حکومت (طالبانو ادارې) غواړو چې زموږ ولسوالۍ ته مخابراتي خدمتونه برابر کړي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو سیمې اوسېدونکی محمد نسيم هم د مخابراتي شبکو له مسوولینو غواړي چې دوی ته خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «له مسوولینو غواړو چې موږ ته مخابراتي خدمات برابر کړي ترڅو د ټلیفوني اړیکو له لارې د یو بل احوال واخلو.»

په زابل کې ارغنداب او دای چوپان هغه ولسوالۍ دي چې هېڅ یوه مخابراتي شبکه تراوسه پکې فعالیت نه لري.

اخوا، په مخکیني حکومت کې د زابل د مخابراتو رییس په دې اړه چې ولې په جمهوري نظام کې مخابراتي شبکو ته د لاسرسي لپاره د دې سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته پام نه دی شوی زموږ پوښتنو ته ځواب رانه کړ.

په زابل کې د طالبانو د مخابراتو رییس هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

له دې مخکې د مخابراتي شبکو مسوولینو ویلي و چې د امنیتي ستونزو له امله یې د دې ولایت په ځینو سیمو کې فعالیتونه نه دي پیل کړي.

ارغنداب چې د زابل مرکز کلات د شمال په ۱۶۰ کیلومترۍ کې غرنۍ ولسوالي ده، اوسېدونکي يې د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.