سوداګري

کونړ کې د ستروس بڼونو زیاتوالی

کونړ ولایت د هېواد له ګرمو سیمو څخه ده چې موسم یې د ستروس مېوو لپاره برابر دی.

کونړ کې د ځایي سرچینو په وینا په دې ولایت کې په څلور زره او ۱۲۵ جرېبه ځمکه د ستروس مېوې بڼونه جوړ شوي دي.

له دې جملې یوازې ۱۶۰۰ جرېبه یې د مالټې بڼونه دي، چې سږ کال ترې اووه دېرش زره ټنه مالټې او نارنج ترلاسه شوي دي.

ددغه ولایت بڼوال وايې، د ستروسو له بڼونو یې حاصلات زیات شوي او هڅه کوي چې دا ډول بڼونه لا زیات کړي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی بیان‌الله وايې: «ما پر درې ۳ جريبه ځمکه د مالټو او نارنجو بڼونه جوړ کړي، دا چاره راته ښه تمامه شوې او ښه حاصل يې ورکړی چې عاید یې هم بد نه و.»

ګل‌زاده د کونړ بل بزګر دی، چې پر خپله څلور جرېبه ځمکه یې د مالټو، لیمو او نارنجو بڼوڼه جوړ کړي دي.

هغه وايې: «د کرنې متخصصینو راته لارښوونه وکړه چې د ستروس ونې کېنوم او ښه پایله يې ورکړي ده، ما په لومړیو کې فکر کاوه، چې کېدای شي د ستروسو باغونه ښه نتیجه ورنه‌کړي خو اوس دې پایلې ته ورسېدم چې د کونړ موسم د مالټو او نارنجو لپاره ښه برابر دی.»

اخوا، کونړ کې د طالبانو د کرنې رییس شیر اقا وویل: «د هېواد د نورو سیمو په پرتله د کونړ ځمکه داسې ځانګړتیا لري، چې د ستروسو ونې پکې ښه وده کوي.»

د نوموړی په وینا، د ښو حاصلاتو له امله په دې ولایت کې د مالټو او نارنجو زیات باغونه جوړ شوي او له دې لارې کروندګر ښه عاید هم ترلاسه کوي.

د افغانستان په ختیځه حوزه کې موسمي وضعیت ته په پام سره د ستروسو ګڼ بڼونه جوړ شوي دي.

د دې ولایت د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، سږ کال يوازي له کونړ ولایت څخه اوه دېرش زره ټنه نارنج، لیمو او مالټې ترلاسه شوې چې د تېر کال په پرتله کابو دوه برابره زیاتوالی ښيي.

ویل کېږي چې تېر کال په دې ولایت کې د ستروسو حاصلات شاوخوا ۱۸ زره ټنه وو.

له کونړه هر پسرلی د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ډول ډول میوه لرونکي او نور نیالګي لېږدول کېږي.