روغتیا

کونړ کې د کورونا واکسین د تقویتي دوز کمپاین پیلېدل

د کونړ د مرکز اسداباد په ګډون په څوارلسو ولسوالیو کې د کورونا واکسین د تقویتي دوز تطبیقول پیل شوي دي .

ددغه ولایت روغتیايي مسوولین وايي، په دغه کمپاین کې ۴۳ ګرځنده ټیمونه کار کوي چې هره ورځ څه د پاسه زرو تنو ته د کورونا واکسین تطبیقېږي.

په دغه شل ورځني کمپاین کې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې له اتلس کلنۍ لوړ عمر لرونکو ته واکسین ورکول کېږي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص وايي: «دغه واکسین د هغو وګړو لپاره ګټور دي چې د زړه، لوړ فشار او د بدن د معافیت سیستم یې کمزوری وي. اوسمهال په کونړ کې د کورونا واکسین په اړه منفي نظر نشته او خلک له دغه واکسین سره کوم مخالفت نه لري.»

له بلې خوا، د کونړ ولایت اوسېدونکي هم د کورونا واکسین د تقویتي دوز په تطبیق خوښ دي او وايې دا ځل به د کونړ ټول اوسېدونکي دغه واکسین ترلاسه کړي.

دوی زیاتوي، که څه هم د کورونا ډېرې بېلګې نشته خو لا هم په دې ولایت کې ځینې کسان په دغه ویروس اخته دي.

احسان د کونړ د مرکز اسداباد اوسېدونکی احسان الله وايي: «ما مخکې هم دوه ځله د کورونا واکسین کړي او اوس بیا د کونړ ولایتي روغتون ته راغلی یم او غواړم چې د درېیم ځل لپاره هم د کورونا واکسین تطبیق کړم.»

د کونړ د کرهالي سیمې اوسېدونکی ۵۵ کلن آدم خان چې ولایتي روغتون ته د کورونا واکسین د تطبیق لپاره راغلي وايي: «زه د لوړ فشار ناروغي لرم ما مخکې یو ځل د کورونا واکسین کړي ښه اغېز یې راباندې کړی دی.»

کووېډ نولس یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې په لومړي ځل په چین کې خپره شوه او بیا د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه کسان پرې اخته شول. د مالوماتو له مخې، که څه هم د پخوا په پرتله دا ناروغي کمه شوې خو له منځه نه ده تللې.