نړۍ

د اوکراین په باخموت کې جګړه؛ زلنسکي: شاتګ به ونه کړو

The city administration building hit by shelling in the course of Ukraine-Russia conflict in Donetsk, Russian-controlled Ukraine, October 16, 2022. Photo: Reuters.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له باخموت ختیځ ښاره چې د روسیې له پراخو بریدونو سره مخ دی، شاتګ نه کوي.

کابو یوه اونۍ مخکې، د زلنسکي یوه سلاکار رسنیو ته ویلي و چې ښايي اوکرایني ځواکونه له «باخموت» څخه له دفاع لاس واخلي او نږدې سیمو ته شاتګ وکړي.

خو زلنسکي د دوشنبې په ورځ له پوړو پوځي چارواکو سره په ناسته کې د دفاعي عملیاتو پر دوام او په باخموت کې د اوکرایني ځواکونو د مرکزونو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

زلنسکي وروسته بیا په خپله وینا کې راپور ورکړ چې د نوموړي سلاکارانو په یوه خوله هوکړه کړې چې جګړې ته دوام ورکړي او شاتګ ونه کړي.

د هغه لوړپوړي سلاکار میخائیلو پودولیاک اسوشیتډ پرس ته ویلي چې اوکرایني ځواکونه د «باخموت» په شاوخوا کې د «دښمن» ځواکونو (روسیې) د ځپلو په حال کې دي.

مسکو په دې وروستیو کې پر دغه ختیځ ښار درې اړخیز برید پیل کړی دی. که څه هم روسي ځواکونه نه دي توانېدلي باخموت ونیسي.

شنونکي وایي چې دا ښار سم ستراتیژیک ارزښت نه لري او لیرې ښکاري چې نیول یې په جګړه کې مهم وي ځکه تر ډېره نمایشي ارزښت لري.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین د دوشنبې په ورځ اردن ته په سفر کې دا نظر تایید کړی او وې ویل چې باخموت «د ستراتیژيک پر ځای تر ډېره نمایشي ارزښت لري.»

په باخموت کې د روسیې بری به د دونباس شاوخوا سیمو لپاره چې مهم ستراتیژیک هدف دی، لاره پرانیزي.

اوکراین وایي، دا ښار لږ ستراتیژیک ارزښت لري، خو ټینګار یې کړی چې په دې ځای کې درانه تلفات د جګړې لوری ټاکلی شي.