سوداګري

د ورېښمو نندراتون؛ د سوداګرو مېرمنو لپاره هیله‌مندي

افغانستان کې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره، د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو ځانګړی نندارتون جوړ کړی دی.

په دې نندراتون کې چې د «ورېښمو» په نوم د دوو ورځو لپاره رامنځته جوړ شوی، له ټول افغانستانه ۲۲۰ تنو سوداګرو مېرمنو ګډون کړی دی.

د دغه نندارتون یوه جوړونکې فریبا نوري وایي چې د دې نندارتون د جوړولو موخه په اوسني وضعیت کې ځان‌بسیاینې ته د ښځو هڅول او کار لپاره د زمینې برابرول دي؛ ځکه هغوی تر پخوا زیات کار او مالي خپلواکۍ ته اړتیا لري.

۱۸ کلنه سحر نوري د دغه نندارتون یوه ګډونواله ده. هغې کورني خواړه او خواږه دغه نندارتون ته راوړي دي.

سحر تازه له ښوونځي فارغه شوې وه چې جمهوریت سقوط وکړ او ونه توانېده پوهنتون ته ولاړه شي. هغه د دې لپاره چې خپل ژوند روان وساتي، هره میاشت یې مور او خور په کور کې خواږه او کورني خواړه چمتو کوي او په انلاین ډول سفارش اخلي او له هغې وروسته یې خپلو پېردونکو ته لېږي.

سحر وایي: «لومړی ځل دی چې په داسې نندارتون کې ګډون کوم او خوشحاله یم چې کولای شم د خپلې مور له خوا د چمتو شویو خوړو خوند له نورو سره شریک کړم.»

د دغه نندارتون مسوولین چې د خلکو غږ میکانیزم او د سوداګرو ښځو د خونې په همکارۍ رامنځته شوی دی وایي، موخه یې د هغو ښځو هڅول دي چې په تېر یوه کال کې یې کوچنی کاروبار پيل کړی دی.

د دغه نندارتون په یوه څنډه کې د ښځو لپاره د کوچنیو پانګونو د کړنلارې روزنیز ګرد میز هم رامنځته شو ترڅو دا ښځې وکولای شي خپلو کوچنیو سوداګریو ته وده ورکړي.

نوریه امیري له بامیان ولایت څخه کابل ته راغلې او دغه نندارتون ته یې د بامیاني مېرمنو له خوا جوړې شوې غالۍ له ځان سره راوړې دي. هغه وایي چې څو میاشتې په تمه وه ترڅو په داسې یوه نندارتون کې د خپل ولایت د ښځو د لاسونو هنر کابل ته راوړي.

امیري زیاتوي د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ډېری ښځې بې‌برخې دي او د هغوی لپاره د ټولنیزو فعالیتونو او کار زمینه کمه برابرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولې ښځې او نجونې له کار او زده‌کړو منع شوې ده.