نړۍ

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د ټیک ټاک د بندولو اجازه ورکړه

انځور: رویټرز

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د یوې لایحې په تاییدولو سره ولسمشر بایډن ته د چینایي کاريال ټیک ټاک په اړه د څېړنو او آن بندولو اجازه ورکړې ده.

د دې لایحې په وروستي کېدو سره به د بایډن اداره د ټیک ټاک او نورو هغو کاریالونو د بندولو اجازه ولري چې امنیتي ګواښ ګڼل کیږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال چې پخپله یې دغه طرحه وړاندې کړه؛  ټیک ټاک يې د امریکا د ملي امنیت لپاره «جدي» ګواښ ګڼلی دی.

 هغه وویل: «هر څوک چې په خپل تلیفون کې ټیک ټاک کاروي د چین کمونست ګوند دوی د ټولو شخصي معلوماتو ته لاسرسی مومي، دا (ټیک ټاک) د دوی په ګرځنده ټلیفونونو کې جاسوس بالون دی.»

که څه هم د ټیک ټاک بندولو لپاره میکانیزم لا نه دی روښانه شوی، خو دا طرحه بایډن ته اجازه ورکوي چې په ټوله امریکا کې د دې کاريال پورې اړوند هر ډول لیږد منع کړي چې په عملي توګه د دې کاريال کارول او ډانلوډ ناشوني کوي.

له بلې خوا دیموکراټان چې له دې لایحې سره یې مخالفت ښودلی، وايي چې لا هم پر دې مسالې بحثونو او ارزونې ته اړتیا ده.

د امریکا د مدني آزادیو سازمانونه استدلال کوي چې دا لایحه د امریکا د اساسي قانون خلاف ده.

مخکې له دې چې دا لایحه د ولسمشر بایډن میز ته ورسیږي، باید لومړی د استازو په جرګه او بیا سنا کې چې د ډیموکراتانو لخوا کنټرولیږي رایه ترلاسه کړي.

په وروستیو اونیو کې، امریکا، کاناډا او اروپایي ټولنې په دولتي تلیفونونو کې د ټیک ټاک لګول منع کړي دي.

تر دې دمه، یوازې هند او طالبانو په بشپړ ډول پر ټیک ټاک بندیز لګولی دی.