افغانستان

د خپلو معلوماتو د ثبتولو لپاره د نیمروز اوسېدونکو ته د طالبانو ۲۴ ساعته وخت ورکول

په نیمروز ولایت کې سرچینې وایي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست، د پاڼو د وېشلو له لارې د خلکو شخصي معالومات ثبتوي.

د زرنج ښار د خیرآباد کلي اوسېدونکی حمیدالله غلجی د آمو خبریال ته وایي چې له تېرې ورځې راهیسې، د طالبانو د استخباراتو ریاست د خلکو د مالوماتو د ثبتولو په موخهه په زرنج ښار کې د «د نیمروز ولایت د اوسیدونکو او کسبګرو د ثبتولو امنیتي فورمه» په نوم پاڼې وېشلې دي.

د هغه په وینا، طالبان دا پاڼې کليو ته وړي او کور په کور یې خلکو ته وېشي او په ځینو کلیو کې هم پاڼې په جوماتونو کې پر خلکو وېشي.

نوموړی وایي چې طالبان د کلي د ملا امام له لارې د کورنیو شمېر ترلاسه کوي او پاڼې د جومات ملا امام ته ورکوي یوه ورځ وروسته یې بېرته له ملاامام څخه ترلاسه کوي.

غلجی زیاتوي: «طالبان په دې طریقې سره غواړي کارکوونکي په تېره بیا د مخکیني حکومت کارکوونکي پيدا کړي چې اوس څه کار کوي ترڅو یې د وسلو له لرلو یا نه لرلو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.»

د غلام نبي کلي یوه اوسېدونکي آصف هوتک د آمو خبریال ته وویل: «طالبان ددغو فورمو د وېشلو له لارې د خلکو د شخصي او کاري ژوند په اړه عمومي مالومات ترلاسه کوي.»

هغه پاڼې چې د طالبانو له خوا وېشل کېږي پنځه برخې (بشپړ شهرت، کورني مالومات، د وسلې د لرلو په اړه مالومات، د کور دقیقه پته او د ملکیت لرل) لري چې باید په واقعي ډول د خلکو له خوا ډکې شي.

همداراز ددغو پاڼو په پای کې د کلي د اوسېدونکي کس د تایید په موخه د جومات د ملاامام او ګذر د وکیل لاسلیک اړین بلل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «طالبانو غواړي د دغو فورمو له لارې د کسبګرو په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو په پلمه د جمهوریت دورې د کارکوونکو د پخوانیو او اوسنیو دندو او د دوی د اوسېدو ځای او وسلو لرلو یا نه لرلو په اړه ثابته کړي ترڅو د کوچني اقدام په صورت کې یې ونیسي او سزا ورکړي.

سرچینه زیاتوي: «د دې فورمې په وروستي پاراګراف کې یې لیکلي: «په هغه صورت کې چې لیکل شوې خبرې ناسمې ثابتې شي، زه ځواب ویونکی یم.»

نوموړي وویل، داسې ښکاري چې طالبان خلک تر سخت کنټرول او فشار لاندې راوستي ترڅو واقعي مالومات ثبت کړي او د دغو پاڼو د ډکولو لپاره یوازې ۲۴ساعته وخت ورکړ شوی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، دا پاڼې د زرنج ښار په ټولو برخو کې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تېره اونۍ په نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته پاڼې وېشلې دي.