افغانستان

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټه: بلینکن له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په اړه ځواب نه دی ورکړی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مکال وایي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکا د وتلو د بڼې او څرنګوالي د مالوماتو ورکولو په هکله د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غوښتنې ته بشپړ ځواب نه دی ورکړی.

مکال وایي چې ددغو مالوماتو د وړاندې کولو لپاره نېټه د جنورۍ ۲۶مه ټاکل شوې وه چې د مارچ تر درېيمې یوازې دوه «کوچني سندونه» دغې کمیټې ته وړاندې شوي دي.

ددغې کمیټې رییس مکال د مارچ په درېیمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په نوي لیک کې یو ځل بیا له افغانستانه د وتلو په اړه د بشپړو مالوماتو وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

دغې کمیټې د کانګرس په څارنې سره د دغه وزارت د همکارۍ د جبري کولو په هکله د امریکا د فډرال قانون یوه برخه رااخیستې دي.

له بلې خوا، د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیټې رییس جمیز کامر د فبرورۍ په اوولسمه د بایډن دولت چارواکو ته په یوه لیک کې ویلي و: «موږ اندېښمن یو چې د بایډن دولت له افغانستانه د غمیزې راوړونکي وتلو په اړه د امریکا خلکو ته د سپیناوي ځنډولو ته دوام ورکوي.»

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اپک ټایمز ته وایي: «په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت تر ډېره د کانګرس د لیکونو په اړه څه نه وايي، خو موږ له دغو پلټنو خبر یو او د بهرنیو وزارت ژمن دی د کانګرس له ټولو کمیټو سره چې قضایي صلاحیت لري همکاري وکړي.»

پنټاګون هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا دفاع وزیر د کامر غوښتنې ته ځواب ورکړی که نه.

د پنټاګون یوه ویاند اپک ټایمز وویل: «د کانګرس د نورو ټولو لیکونو په شان، موږ به په مستقیم ډول دوی ته ځواب ورکړو.»