روغتیا

د کونړ له ولایتي روغتون سره د درملو او روغتیایي توکو مرسته

د کونړ د ولایتي روغتون مسوولین او ډاکتران وايې چې اوس مهال د اسعداباد ولایتي روغتون د درملو له سخت کمښت سره مخ دی او له همدې امله ناروغانو ته کافي درمل نه ورکول کېږي چې په اساسي توګه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د کونړ ولایتی روغتون ۱۵۰ بستره لري او د عمومي جراحۍ، داخله، نسايې ولادي، تشخصیه او حمایوي برخو کې خدمات وړاندي کوي.

په دې لړ کې، په افغانستان کې د سویډن کمیټې له خوا د کونړ له ولایتي روغتون سره د څه د پاسه ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته وشوه.

د سویډن موسسې مسول ډاکټر اسدالله فضلي آمو ټلویزیون ته وویل: «د اسعداباد ولایتي روغتون نه یوازې د کونړ د اوسېدونکو لپاره خدمات وړاندي کوي، بلکې د نورستان ولایت اوسېدونکي هم د درملنې لپاره دغه روغتیايې مرکز ته راځي. د اسعداباد ولایتي روغتون د طبي توکو او درملو له کمښت سره مخ و، او د ناروغانو درملنه په سمه توګه نه کېده.»

د سویډن موسسې دغه مسوول زیاتوي، چې دا بنسټ هڅه کوي نورو روغتیایي مرکزونو ته چې د امکاناتو له کموالي سره مخ دي د طبي تجهیزاتو او درملو په برخه کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شي هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

نوموړی څرګندوي، چې د اسعداباد ولایتي روغتون ته د مرستې له رسېدو وروسته به په ډېرو برخو کې تر یوه بریده ستونزې هوارې شي.

د کونړ روغتیایي مسوولین او ډاکتران که څه هم د سویډن کمیټې په مرسته خوښي څرګندوي خو په دې برخه کې د لازیاتو مرستو غوښتنه کوي.

ورته مهال کونړ کې د طالبانو د عامي روغتیا ریس مظفر مخلص له دغې مرستې په هرکلي سره وويل: «دا مرسته به د دې لامل شي، چې په روغتیايې برخه کې شته ستونزې کمې شي. له دې وړاندي موږ د درملو له کمښت سره مخ وو چې ناروغانو ته په پوره اندازه درمل نه شوای ورکولای.»

هغه وایي د دې مرستې له ترلاسه کولو سره به پر کونړ سربېره د نورستان ولایت او شاوخوا سیمو ناروغانو ته په روغتیايي خدماتو کې ښه والی راشي.

د کونړ ولایتی روغتون ۱۵۰ بستره لري او د عمومي جراحۍ، داخله، نسايې ولادي، تشخصیه او حمایوي برخو خدمات وړاندي کوي.

د اسعداباد د ولایتي روغتون رییس مولاداد افضل هم آمو ټلویزیون ته وویل: «دغو مرسته شویو طبي توکو کې یو اکسری ماشین چې په عملیات خونه کې به ترې ګټه اخیستل کیږي او بل د غاښونو په برخه کې یو ماشین دی چې د غاښونو په درملنه کې تري کار اخیستل کېږي. د دې ترڅنګ یو اندازه درمل هم دي چې ناروغانو ته به ورکول کېږي.»

د اسعداباد په ولایتي روغتون کې هره ورځ په منځني ډول ۲۵ زېږونونه، ۱۵ لوي عملیاتونه، د ۱۵۰۰ سراپا ناروغان درملنه، ۶۰ اکسری او ۲۰ الټراسونډ ترسره کېږي.

د اسعداباد ولایتي روغتون ټول‌ټال ۱۷۳ کارکوونکي لري، چې ۱۶ متخصیصین ۱۴ ډاکټران، ۱۰ قابلې، ۳۴ نرسان، ۳ روغتیايې سلاکاران او لس اداري کارکوونکي دي.