افغانستان

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر «ځپلو» د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د سخت فشار له امله پر طالبانو نیوکه وکړه او وې ویل چې په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی د هیواد میلیونونه وګړو ته د مرستو رسول اغېزمن کړي دي.

بلینکن وویل: “موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سخت دريځ، پوهنتونونو او منځنیو ښوونځیو ته د هغوی پر تلو بندیز لګول په کلکو ټکو غندو.”

هغه زیاته کړه: د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو کار بندیز د دوی یوه بله لاره هم تړلې ده.

نوموړی وايي: “په داسې یوه هېواد کې چې ۲۹ میلیونه وګړي یې د خپل ژوند د بقا لپاره پر بشري مرستو تکیه لري، د طالبانو پرېکړه به په ډراماتیک ډول د خوراکي توکو، درملو او نورو ژوند ژغورونکو مرستو اندازه چې زیانمنو خلکو ته په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته رسیږي کمه کړي.”

یو کال وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي وتړل او دوه میاشتې مخکې یې د ښځو پر مخ پوهنتونونه وتړل او په ورته وخت کې یې په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

دغه کړنه د دې لامل شوه چې په هېواد کې د یو شمېر مهمو ملاتړو بنسټونو کار ودرول شي او په لږ شمیر مرستندویه بنسټونه په ځانګړې ټوګه په روغتیايي برخه کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې به پوهنتونونه یواځې د نارینه وو لپاره بیا پرانیستل شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې خپلو ډلو ته د ښځو د راستنېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختې تګلارې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

له دې جملې څخه د اروپايي ټولنې پارلمان دا “جنسي توکمپالنه” بللې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اتنبایوا هم په هېواد کې روان وضعیت د “انساني کرامت بحران” بولي.

خو له دې غبرګونونو سره سره هم طالبان نه غواړي چې د ښځو په اړه پر خپلو سختو تګلارو له سره غور وکړي.