افغانستان

د امریکا کانګرس راتلونکې اونۍ له افغانستانه د دغه هېواد وتل څېړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي چې له افغانستانه د امریکا په «بیړه او نه‌همغږي توګه وتلو» د څېړلو لپاره به لومړۍ ناسته چهارشنبه د کب میاشتې پر ۱۷ نېټه ترسره شي.

په دې ناسته کې به د دوو پوځي ډلو شاهدي ورکول چې د افغانانو او امریکایانو په وتلو کې یې رول درلود واورېدل شي.

دا ناسته د جمهوري غوښتونکي له بریالیتوب وروسته د امریکا د کانګرس لومړنۍ ناسته ده.

ټاکل شوې چې د دغې غونډې مشري د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې رییس مایکل مک‌کال چې څو ځله یې له افغانستانه د وتلو په تړاو د جو بایډن پر سیاستونو نیوکه کړې ده پر غاړه ولري.

د امریکا کانګرس چې اوس د جمهوري غوښتونکو په واک کې دی؛ کولای شي له خپل قانوني ځواک څخه د بایډن پر دولت د فشار راوستو لپاره کار واخلي او دولت له افغانستانه د وتلو په برخه کې ځواب ویلو ته اړ باسي.

د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امریکا د وتلو د یوې کلنۍ په هکله راپور کې له افغانستانه د امریکا د وتلو موضوع په اړه له ځواب ویلو د بایډن د دولت پر پرله‌پسې ډډه کولو نیوکه کړې وه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې یا سیګار ادارې هم له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي د معلوماتو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نه همکارۍ خبر ورکړی و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي و، چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري له ۲۴ د روان کال تر سلواغې پورې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره د دغه هېواد د استازو جرګې ته ۱۵۰ ناستې ترسره کړې دي.

له دې مخکې د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکو د روان هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۸ له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه خپلې نوې څېړنې پیل کړې.

د استازو جرګې د څارنې کمېټې رییس جیمز کامر سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت او د جو بايډن دولت د کابینې څو لوړپوړو غړو تنه د لیک په لېږلو سره افغانستان کې د امریکا د جګړې د پایته رسېدو اړوند د څو اسنادو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کامر په دې بیانیه کې وویل: «له بده‌مرغه د بایډن اداره له افغانستانه وتلو ته چمتو نه وه او د هغوی پرېکړې په سیمه کې د ملي او بشري امنیتي غمیزې لامل شوې.»

له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ زېزدیز کال په لومړۍ میاشت کې پیل شو.

وروستی امریکایی سرتېری د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې پر اتمه نېټه د جمعې په ورځ له افغانستان ووت او پر همدې ورځ هېواد کې له ۲۰ کلونو وروسته د امریکا پوځي حضور پایته ورسېد.