ورزش

بامیان کې د نجونو له ګډون پرته د ژمنیو لوبو پنځم فستیوال

بامیان ولایت د ټولو ځانګړتیاوو ترڅنګ چې له تاریخي او توریستي پلوه یې لري، هر ژمی د سکي ورزش د مینه‌والو کوربه وي. که څه هم په تېرو کلونو کې، په دې ولایت کې د ژمنیو لوبو فستیوال ډېر په زړه پورې توګه ترسره کېده؛ خو سږ کال د دې فستیوال پنځم پړاو د تېرو کلونو په پرتله په ډېرو توپیرونو سره ترسره شو.

د دویم کال لپاره په دې لوبو کې د سکي ورزش د نجونو لوبغاړو نشتون یو له توپیرونو څخه دی.

د بامیان د ژمنیو لوبو په پنځم فستیوال کې له وردګو، پروان، کابل او بامیان ولایتونو څخه لوبغاړو ګډون کړی و او دغو لوبغاړو د کب میاشتې پر اتمه نېټه په کرولینک، سکي، سټوربوینګ او ایس سټکټینګ برخو کې له یو بل سره سیالي وکړه.

محدثه باذل یوه له هغو نجونو ده چې د جمهوریت په دوره کې یې د سکي په برخه کې فعالیت درلود. هغه وایي: «له بده‌مرغه نن په بامیان ولایت کې د سکي لوبې د نجونو لوبغاړو له حضور پرته ترسره شوې چې دغه موضوع زموږ د خواشینۍ لامل شوې ده. د جمهوریت په دوره کې موږ د سکي تمرین کاوه؛ خو اوس په کور ناستې یو.»

هغه چې له ورزش سره ډېره مینه لري وایي: «له ماشومتوبه مې ورزش ته لېوالتیا لرله. موږ حق لرو چې ورزش وکړو، له کوره ووځو او د نورو په څېر ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شو. زه له نړیوالې ټولنې او طالبانو غواړم چې شرایط برابر کړي ترڅو موږ نجونې وکولای شو درس ووایو او ورزش وکړو.»

بیګم نظري له ورزش څخه یوه بله پاتې لوبغاړې ده. هغه وایي چې سږ کال دویم ځل دی چې د سکي سیالۍ د نجونو لوبغاړو له ګډون پرته ترسره کېږي او دا خواشینوونکې ده.

هغه زیاتوي: «کله چې خبره شوم په بامیان ولایت کې لوبې ترسره کېږي، خوشحاله شوم؛ خو کله چې دلته راورسېدم هېڅ نجلۍ نه وه؛ داسې حال چې ډېره مینه او لېوالتیا مې لرله او ونه‌توانېدم په دې سیالیو کې ګډون وکړم، یوازې له لیرې مې یې ننداره وکړه.»

مېرمن بیګم زیاته کړه: «زه فکر کوم ترهغه چې طالبان وي، موږ نه شو کولای چې سپورت وکړو او هیله منه یم چې د سکي مسوولین یوه حل لاره پیدا کړي ترڅو بیاځلې وکولای شو تمرین وکړو او خپلې موخې ته ورسېږو.»

د سکي یو بل لوبغاړی چې له میدان وردګو ولایت څخه بامیان ته ورغلی وایي: «د خوښۍ ځای دی چې له ډېرې مودې وروسته واتوانېدو بیا د سکي په لوبو کې ګډون وکړو؛ خو په تېرو کلونو کې یو شمېر نجونو هم پکې ګډون کاوه؛ سږ کال دا سیالۍ د دوی له ګډونه پرته ترسره شوې. موږ هیله من یو چې دوی وکولای شي بیا په دغو لوبو کې برخه واخلي.»

د افغانستان د ورزشکارانو ټولنې رییس اسدالله باطوري د ژمنیو لوبو د پنځم فستیوال د جوړولو په اړه وايي چې په دغو سیالو کې د څلورو ولایتونو لوبغاړي بامیان ته ورغلي دي.

هغه د دغو لوبو ترسره کول د افغانستان په کچه د ژمنیو لوبو وده او پراختیا بولي.

په کرولینګ سیالۍ کې چې د بندامیر په ملي پارک کې ترسره شوه، د بامیان لوبډلې لومړی، د کابل دوهم او د وردګو لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

ستکتینګ لوبه د بامیان او کابل لوبډلو ترمنځ وشوه، د کابل لوبډله په دغو سیالیو کې لومړی او د بامیان دوهم او درېیم ځای خپل کړ.

د سکي د پنځم فستیوال سیالۍ د بامیان په قرغنتو کې ترسره شوې. په دغو لوبو کې د بامیان، کابل او وردګو ولایتونو د سکي لوبغاړو سره سیالي وکړه او د بامیان لوبغاړو لومړی، دوهم او درېیم مقام خپل کړ.

په نوموړو سیالیو کې لسو تنو له کابل، لسو له میدان وردګو او ۴۶ لوبغاړو له بامیان ولایته یوازې د سکي په برخه کې ګډون کړی و.

همداراز د سنوبوردینګ په برخه کې لومړی، دوهم او درېیم مقام د کابل لوبغاړو ترلاسه کړ.

ټاکل شوې وه چې په دې فسټیوال کې ۱۳۵ تنه ګډون وکړي او له نیکه‌مرغه د لوبغاړو د ډېرې لېوالتیا له امله ۲۰۰ کسانو پکې ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې زیات شمېر نجونو په دغو ژمنیو سیالیو کې برخه لرله؛ په هغوی کې داسې نجونې هم وې چې له بامیان ولایت څخه یې په نړیوالو لوبو کې ګډون او بریاوې ترلاسه کړې وې.