ورزش

کندز کې د کیک بوکسینګ ملي سیالیو ترسره کېدل

د هېواد د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون مسوولین وایي چې دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کب میاشتې له اوومې تر دوولسمې نېټې د پنځو ورځو لپاره د ۱۴۰ لوبغاړو ترمنځ د هېواد له ۲۵ ولایتونو د کندز ولایت په سپین زر چمن کې ترسره شوې.

د هېواد د کیک بوکسینګ فدراسیون مالي او اداري مرستیال فرهاد زاهیب وایي: «د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د لویانو او ځوانانو ترمنځ د غوره لوبغاړو ټاکل دي. موږ غواړو د دغو لوبو په ترسره کولو ځوان ورزش‌کاران وهڅوو.»

په دې لوبو کې ګډون کوونکي لوبغاړی له دې بهیره د خوښۍ په څرګندولو وایي چې هغوی شپه ورځ تمرینونه کړي او په ملي لوبډله کې د غوراوي او حضور لپاره راغلي دي.

د دغو لوبغاړو په وینا د داسې لوبو رامنځته کول د هېواد ملي لوبډلې ته د لار موندنې لپاره غوره فرصت دی او هغوی په نړیوالو لوبو کې په ګډون سره کولای شي افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولري.

کندز ولایت یوه لوبغاړي سمیع‌الله الکوزي وویل: «ډېر خوشحاله یم چې نن مې په لوبو کې ګډون وکړ؛ ځکه ډېر زیار مې ایستلی و، له نېکه‌مرغه بریالی شوم چې له پنجشېر ولایت څخه خپل سیال ته ماته ورکړم. هیله‌من یم یوه ورځ وکولای شم د افغانستان لپاره ویاړ راوړم.»

په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي هم په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ملي سیالیو له پیلېدو خوښ دي او وایي چې په تېرو شلو کلونو کې هغوی په دود او باروتو کې ژوند کړی او ښې ورځې یې نه دي تجربه کړې؛ خو نن د دغو سیالیو رامنځته کولو هغوی ته ښه حس ورکړی دی.

د کندز یو اوسېدونکی محمد اکرم وایي: «نن ډېر خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره داسې لوبې وشوې او زه او د دې ولایت ټول خلک دلته راغلي یو ترڅو خپل لوبغاړي وهڅوو او همداراز له دې لوبو خوند واخلو.»

د ویلو ده، چې د کیک بوکسینګ ملي سیالۍ په تېرو ۱۸ میاشتو کې په هېواد کې د یوولسم ځل او په کندز کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې چې د دغه ولایت د اوسېدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي.