افغانستان

غزني کې د یوې سیمې اوسېدونکي د زرو زده‌کوونکو لپاره لومړنی ښوونځی جوړوي

د غزني ولایت اوسېدونکي او د غزني ښار د قلعه امیرمحمد خان سیمې قومي مشرانو په شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.

په هغو مراسمو کې چې په دې مناسبت په دغه ښار کې جوړ شوي وو، غزني ولایت کې د علي شاه مردان خیریه بنسټ مسوول زمان ذکي وایي: «موږ پروګرام لرو چې په یوه نیم جرېبه ځمکه کې د امام هادي په نوم یو دوه پوړیز ښوونځی جوړ کړو. دغه ښوونځی به ۱۶ درسي ټولګي ولري او درې زره زده‌کوونکي کولای شي پکې زده‌کړې وکړي.»

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره خلکو ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

صدیقه نظري د پنځم ټولګي زده‌کوونکې ده او د دغه ښوونځي د بنسټ ډبرې له اېښودو خوشحاله برېښي.

هغه وایي چې مخکې یې په خیمه کې زده‌کړې کولې او اوس له دې چې په سیمه کې یې ښوونځی جوړيږي ښه احساس لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل ته تر یوې میاشتې کمه موده پاتې ده او لا روښانه نه ده چې صدیقه او ملګرې یې کولای شي ښوونځي ته ولاړې شي که نه.

غزني کې د طالبانو د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال سید بصیر آقا په دې مراسمو کې وویل: «ټول باید هڅه وکړو چې زده‌کوونکي په حُب‌الوطن او حُب‌الاسلام سره وروزل شي د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.»

هغه دوام ورکړ چې په علم سره د بشر اړتیاوې پوره کېږي او په بېلابېلو برخو کې تخصص لرل اړین دي.

د سیمې یوه مشر رمضان علي خالقي د دغه ښوونځي جوړېدو ته د خلکو د اړتیا په اړه وایي: «له کلونو راهیسې په دې سیمه‌ کې زده‌کوونکي چې شمېر یې نږدې زر تنه دی، تر خیمې لاندې او په کرایي کورونو کې پر زده‌کړو بوخت وو او د ښوونځي لپاره د ودانۍ نشتون د هغوی له بنسټیزو ستونزو څخه وه.»

هغه زیاته کړه چې څو ځله د دې لومړني ښوونځي د جوړېدو لپاره د هغوی له خوا وړاندیز وشو؛ خو په دې برخه کې مخکیني حکومت او اوسنۍ ادارې هېڅ اقدام نه دی کړی او خلک خپله لاس په کار شوي او د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره یې پیسې ټولې کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د غزني ولایت په ډېری برخو کې د خلکو په شخصي لګښت د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې او اوسمهال زده‌کوونکې پکې پر زده‌کړو بوخت دي.