افغانستان

د ننګرهار له لوستونکو تش عامه کتابتون

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د «راشئ ولولئ» په نوم جوړ شوی عامه کتابتون هم د طالبانو په راتک سره له لوستونکو تش شوی دی.

د جمهوریت پرمهال به لسګونه ځوانان دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورتلل خو اوس د ګوتو په شمېر محصلین ورته مراجعه کوي.

په کتابتون کې له یوې خوا د پخوا په شان کتابونونه نشته له بله پلوه د کتاب مینه وال یې هم په نشت حساب شوي دي.

د پوهنتون یو محصل ذاکرالله وایي، غوښتل یې چې کتابتون کې د خپلې خوښې وړ کتاب ومومي خو په وینا یې هېڅ داسې کتاب یې ترسترګو نه شو.

ذاکرالله زیاتوي: «دلته کتابونه شته خو تر ډېره په کې د تکنالوژۍ او نورو ځینو مهمو برخو کتابونه پکې نشته، له همدې امله لږ شمېر کسان ورته راځي چې د خپلې خوښې وړ کتابونه یې پکې نشته.»

عبدالاحد هم چې له ډېرې موده وروسته دغه کتابتون ته ورغلی وایي، پخوا به لسګونه کسان او د هغه ملګري ورتلل خو اوس له نوموړي پرته بل څوک په کتابتون کې نشته.

نوموړی زیاتوي: «موږ به هر وخت د جمهموریت پرمهال مطالعې ته راتلو، ګڼه ګوڼه به زیاته وه ډېر ځوانان نجونې او هلکان به راتلل آن عکسونه به یې اخیستل خو له بده مرغه نن چې کتابتون ته راغلم له ما پرته بل څوک دلته نشته چې دا د خواشیني ځای دی. خلک ناهیلي دي او فکر کوي چې د طالبانو په واکمنېدو سره درس او تعلیم بې ګټې دی.»

د جمهوري نظام پرمهال د کتابتون مشري د یوې مېرمنې پرغاړه وه خو اوس یې مسوولیت یوه نارینه ته سپارل شوی او له تېر یو نیم کال راهیسې دغه کتابتون ته نجونې نه ورځي.

د کتابتون مسوول هم مني، چې د طالبانو  د راتګ په لومړیو کې بې نظمي وه، خو په خبره یې اوس یې کتابتون منظم کړی او ځوانان په ډاده زړه کولای شي د مطالعې لپاره ورشي.

د راشئ ولولئ عامه کتابتون مسوول ضياءالدین همت مل هم د مطالعې د مینه والو کمښت ته اندېښمن دی، خو هیله من دی چې په راتلونکي کې د مطالعې مینه وال زیات شي.

 نوموړی زیاتوي، چې په کتابتون کې د هرې برخې کتابونه لري او هرڅوک کولی شي د خپلې خوښې وړ کتاب پکې پیدا او ولولي.

هغه وایي: «زه خپله اندېښمن یم، هڅه کوم چې هرڅه منظم او تر خپلې وسې د زده کوونکو، محصلینو او نورو وګړو لپاره د دوی د خوښې وړ کتابونه برابر کړو، هیله ده ځوانان مطالعه پرې نه ږدي.»

د جمهوریت پرمهال د دې کتابتون مسووله یوه مېرمن وه، خو د طالبانو له راتګ وروسته دلته هم د ښځو ونډه په نشت حساب شوه.

دا کتابتون ډېر کلونه مخکې جوړ شوی، خو خلک وایي چې د کتاب لوستلو مینه وال ځکه کم شوي، چې د ښځو پرمخ ښوونیز او تحصیلي بنسټونه تړل شوي دي.

هېوادوال تمه لری چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي ترڅو د کتاب او لوست مینه وال زیات شي.

ننګرهار چې د تاریخ په اوږدو کې د علم په برخه کې د هېواد له لومړنیو ولایتونو څخه و، په وروستیو کلونو کې له کتاب او مطالعې د ځوانانو لیرې کېدل او نه لېوالتیا د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.