نړۍ

نړیوال بانک: د فبرورۍ د شپږمې نېټې زلزلې ترکیې ته ۲.۳۴ میلیارد ډالره زیان رسولی دی

نړیوال بانک د دوشنبې پر ورځ اعلان کړی چې که څه هم دوو ورانوونکو زلزلو چې فبرورۍ میاشت کې یې ترکیه ولړزوله دغه هېواد ته ۲.۳۴ میلیارد ډالره مستقیم فزیکي زیان رسولی، خو ښایي دا شمېر ټولو لګښتونو له دې جملې د ودانیو او نورو ویجاړو شویو بېخ‌بنسټونو د بیارغولو ته په پام، کابو دوه برابره زیات شي.

د نړیوال بانک د ترکیې برخې مسوول هومبرتو لوپز وایي، د دغه بانک ارزونې څرګندوي چې د دې زلزلې زیانونه ښایي د ترکیې د کورني ناخالص تولید وده لږترلږه تر نیم سلنې کم کړي.

له دې مخکې اټکل شوی و، چې د ترکیې کورنی تولید په ۲۰۲۳ کال کې له ۵.۳ تر ۴ سلنې زیاتوالی ومومي.

اخوا د مرکزي اسیا او اروپا لپاره د نړیوال بانک مرستیاله آنا بجیرډي وایي، چې د زلزلې پایلې د سوریې لپاره هم غمیزه راوړونکې وې.

اغلې آنا وایي چې نړیوال بانک به په سوریه کې د زلزلې د زیانونو په اړه خپلې ارزونې د سه‌شنبې پر ورځ په یوه جلا راپور کې اعلان کړي.

اغلې بجیرډي د ترکیې لپاره د زلزلې د زیان په اړه وایي: «زموږ تجربه دا ښيي چې د ویجاړو شویو ودانیو بېرته رغول به تر مستقیم رسېدلي زیان څخه دوه یا درې برابره زیات لګښت ولري.»

په ترکیه کې د فبرورۍ د ۶ زلزله چې په دغه هېواد کې یې تر ۴۴ زرو زیات کسان ووژل، په وروستیو کلونو کې د ترکیې ترټولو ناوړه طبیعي غمیزه ګڼل کېږي.

نړیوال بانک وایي، دغه زلزله چې تر ۷ زره او ۵۰۰ زیاتې کوچنۍ زلزلې یې له ځان سره لرلې په ترکیه کې په تېرو ۸۹ کلونو کې بې‌مخینه وه.

د دغه بانک ارزونې ښيي چې د ترکیې په ۱۱ ولایتونو کې کابو ۲۵.۱ میلیون تنه د کورونو د نړېدو له امله بې‌کوره شوي دي.

دغه بانک وایي چې تر اوسه پر یو میلیارد ډالر بېړنۍ مرستې سربېره یې ۷۸۰ میلیون ډالر نور هم په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پر شته پروژو لګولي دي.