افغانستان

له زده کړو د کندز د قلعه زال د اوو کلیو د ماشومانو بې برخې کېدل

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ له مرکزه لیرې پرتو کلیو کې له لومړنۍ دورې پورته د زده کوونکو لپاره د ښوونځی د نشتوالي له  امله، د نورمحمد خطب، چَلُش، ابراهیم خطب، خلیفه نبي، مهم قُلي، لغماني او حاجي روزي د کلیو اوسېدونکي له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې دي.

د قلعه زال ولسوالۍ د چلش کلي یو اوسېدونکی عبدالصمد د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي چې هغه دوه لس او نهه کلن ماشومان لری چې په نور محمد خطیب ځایي لومړني ښوونځي کې یې درس وايي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه زما لس کلن زوی چې سږ کال په پنځم ټولګي کې دی، ښایي نور ښوونځي ته دوام ورنه کړي؛ ځکه مرکزي ښوونځی مو له کلي اوه کیلومتره لیرې دی او زوی په دې کم عمر هلته نشي تلای. زه هم له مالي پلوه وس نه لرم چې بایسکل ورته وپېرم، اوس اړ دی چې بزګري وکړي.»

د کندز د قلعه زال د لیرې پرتو کلیوو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې ښوونځي ته د لسګونه ماشومانو د نه لاسرسي خبر ورکوي او وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي، د پخوا په شان به زیات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی الله مراد وایي: «زیات شمېر ماشومان زموږ په سیمه کې د ښوونځي د نشتوالي له امله له زده کړو پاتې دي او اوس په بهرنیو هېوادونو یا دلته په بزګرۍ بوخت دي.»

هغه زیاته کړه: «زه نه غواړم چې د زوی راتلونکی مې ناڅرګند وي، له موسسو او طالبانو هیله کوم چې دا ستونزه اواره کړم.»

د ویلو وړ ده چې په قزل شاخ ځایي ښوونځي کې له څلورم ټولګي پورته ټولګیو په لغوه کېدو سره به مرکزي ښوونځي ته د زیاتې لارې له امله له سلو زیات زده کوونکي له زده بې برخې شي؛ په دې توګه چې په تېرو کلونو کې ډېری ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې وو.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ د مهم قُلي کلي اوسېدونکی عبدالبصیر د زده کړو، روغتیایي، روغتیایي مرکزونو او نورو خدماتو په شان لومړنیو امکاناتو ته د نه لاسرسي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، روغتیایي ستونزې تر یوه بریده کېدای شي حل شي؛ خو د ماشومانو لپاره د ښوونیزو مرکزونو نشتوالي سخت اندېښمن کړی دی.   

د هغه په وینا، له کلونو راهیسې د دوی ماشومان د ښوونځي د نشتوالي له امله له څلورمو او شپږمو ټولګیو پورته زده کړو بې برخې پاتې کېږي او سخت کارونه کوي.

هغه زیاته کړه: «دوه زامن لرم چې دواړو په قزل شاخ ځايي ښوونځي کې زده کړه کوله، که دا ښوونځی د دولت له خوا رسمي نه شي او ملاتړ یې نه شي، دوی اړ دي چې د څلورم ټولګي له پای ته رسولو وروسته، زده کړه پرېږدي.»

په کندز کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین او په دې ولایت کې له زده کړو ملاتړي بنسټونه وایي چې په دې ولایت کې څه د پاسه دېرش زره زده کوونکي د تېرو جګړو او کورونا ویروس د خپرېدو له امله له دوو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د هېواد د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځیو له نشتوالي شکایت لري.