افغانستان

هلمند او پروان کې پر رسنیو د طالبانو تازه محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه

د سه شنبې په ورځ په هلمند کې د طالبانو د والي عبدالاحد طالب په سپارښتنه ددغه ولایت د امر بالمعروف او استخباراتو مسوولينو په دې ولایت کې د خبريالانو له خوا د عکس او ویډیو اخیستل بند کړل، چې په دې سره هلمند کې د خبريالانو فعاليت په ټپه درېدلی دی.

د هلمند يو ځایي خبريال د نوم نه ښودلو په شرط امو ته وايي، له دې مخکې دوی ته د دغه بنديز په اړه هېڅ نه و ویل شوي، خو اوس ترې غوښتل شوي چې موضوع رسنيزه نه کړي.

نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه هلمند کې دغه بندیز بېساری دی او موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو، ځکه هېڅ لامل یې روښانه نه دي.»

هلمند کې يو بل خبريال هم همدا خبره کوي، خو وایي طالبانو ورته ویلي، چې د ستونزې د هواري په لټه کې دي.

هغه زیاتوي: «موږ له طالبانو سره دوې ناستې لرلې، دوی وویل دا ستونزه هواروي، خو ددې پريکړې د لامل په اړه هېڅ هم نه وایي.»

له دې مخکې طالبانو په هلمند کې له پلازميني کابل څخه د خپرېدونکو ټلويزیوني نشراتو ټول انتنونه بند کړي وو.

په افغانستان کې له خبريالانو د ملاتړ بنسټ (نی) د طالبانو دغه پرېکړه «د بیان ازادۍ په برخه کې يو حیرانوونکی تصميم بللی» او له طالبانو يې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

په دې اړه له ځينو کورنیو غبرګونونو سره همهاله د خبريالانو د نړيوالې کمېټې يو مسوول کارولس مارتينز ویلي: «په هلمند او پروان ولایتونو کې د طالبانو تازه پرېکړې د رسنیو د بشپړ کنټرول په مانا دي او باید طالبان د خبريالانو او رسنیو په برخه کې دغه تخريبونکي تصميم ليرې او خبريالانو ته له وېري پرته د فعالیت اجازه ورکړي.»

د هلمند يوه امنیتي سرچينه وایي، د عکس او ویډيو اخیستل په اسلام کې جواز نه لري، نو ځکه د هلمند سيمه ییزو چارواکو دا پرېکړه وکړه.

له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت يوه سرچينه وایي، دغه پرېکړه د طالبانو په مرکزي ادارې پوري اړه نه لري، بلکي د هلمند سيمه یيزو چارواکو کړې، چې دوی به یې ژړ هواره کړي.

طالبانو پر هلمند سربېره په پروان ولایت کې هم پر رسنیو ورته بنديزونه لګولي دي.