افغانستان

طالبانو ته د پاکستان پلاوی: په حکومتولۍ کې «کمزوري یاست»

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتوالي سره همهاله د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد آصف او د استخباراتو سازمان (آی اس آی) رییس ندیم احمد انجم په ګډون یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي پلاوي نن چهارشنبې د کب په درېيمه کابل ته سفر وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني پلاوي په دې سفر کې له د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال ملاعبدالغني برادر، د دفاع  وزارت له سرپرست ملایعقوب، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني او ددې ډلې د بهرنیو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په سیمه کې د پراخو ترهګریزو ګواښونو په تېره بیا د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي تي پي) د ګواښ په اړه بحث او خبرې کړې او له دغو ښکارندو سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت سرچینو آمو ته وویل چې د دغه هېواد ددفاع وزیر او د استخباراتو سازمان رییس رییس له ملابرادر، عبدالحق وثیق او ملایعقوب سره په کتنه کې له هغوي غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه له منځه یوسي.

د دغو سرچینو په وینا، طالبانو د پاکستان دولت او د پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ پر اوربند ټینګار کړی، خو پاکستان دا ځل له ټي ټي پي سره خبرو او اوربند ته لېوالتیا نه لري.

پاکستاني خبریال طاهر خان په دې اړه وویل: «فکر نه کوم چې طالبان د ټي ټي پي غړي پاکستان ته وسپاري ځکه دغې ډلې ددغو کسانو له حضوره انکار کوي، په اوسني وضعیت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک موضوع د پاکستان دولت تر ټولو لویه اندېښنه ده.»

په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال او سرپرست عبیدالله نظاماني چې پر نوموړي له ناکام بریده وروسته اسلام آباد ته راستون شوی و، کابل ته ددې هېواد له دفاع وزیر او د استخباراتو له رییس سره په سفر کې ملګری و.

د پاکستان په سفارت کې سرچینو آمو ته ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی نظاماني په کابل کې پاتې شي او په کابل کې د پاکستان د سفارت د سرپرست په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق له پاکستاني پلاوي سره ژمنه کړې چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت به خوندي کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د سرچینو په وینا، پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د داعش ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د مونیخ په امنیتي ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې لپاره ګواښ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې دغه هېواد ته سپارښتنه وکړه چې په نړیوالو ناستو کې د شکایت پر ځای دې دوه اړخیز مسایل له دوی سره په خبرو کې مطرح کړي.

پخواني ديپلومات خیرالله آزاد آمو ته وویل: «پاکستان له ټي ټي پي او افغان طالبانو سره په چلند کې له یوه ناوړه وضعیت سره مخ شوی او دا ددغه هېواد پر استخباراتو او پوځ د مخکیني واکمن ټیم د سیاستونو له امله دی. عمران خان، قمر جاوید باجوه او حمید فیض تر ۲۰۳۰ کال پورې د حکومت لپاره پروګرام په پام کې نیولی و او د ټي ټي پي په اړه یې په پروګرامونو او سیاستونو یو نرمښت موجود و.»

له بلې خوا، په کابل کې د پاکستان سفارت یوه سرچینه وایي چې د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه محمد آصف «طالبان پياوړي جنګیالي خو په حکومتولۍ کې کمزوري بللي دي.»

افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې له څلورو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د خلکو پرمخ تړل شوې ده.

دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف او ددغه هېواد د استخباراتو سازمان د رییس ندیم احمد نجم لومړی سفر دی.

له دې مخکې د روان هجري لمریز کال د لیندۍ په اوومه نېټه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي افغانستان ته سفر کړی و.

د لیندۍ په یوولسمه کابل ته د حنا رباني له سفره څلور ورځې وروسته، دوو وسله والو بریدګرو په افغانستان کې د پاکستان سفارت پر شارژدافیر برید وکړ چې په پایله کې یې ښاغلی نظاماني ټپي شو. ددغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی و.

ښاغلی نظاماني پر نوموړي له بریده دوې ورځې وروسته، له کابله ووت او اسلام آباد ته ستون شو خو په کابل کې د پاکستان سفارت خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړ.