افغانستان

د افغانستان د شتمنیو په اړه د یوه قاضي له خوا د بایډن د فرمان ردېدل

په نیویارک کې یوه فډرال قاضي د سپتمبر د یوولسمې د برید قربانیانو ته د افغانستان له شمتینو د ۵،۳ میلیارد ډالرو د بېلولو وړاندیز رد کړ.

جورج بي ډانیلز په یوه نظر پوښتنه کې د سپتمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمنیو ورکول د امریکا د اساسي قانون خلاف عمل وباله.

هغه وايي چې له حقوقي پلوه طالبان مشروع حکومت نشو بللی او د افغانستان بانک شتمني ددې ډلې اړوند نه دي.

له بلې خوا، د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو د کورنیو یو وکیل وایي چې د امریکا د فډرال قاضي ددې حکم په وړاندې به د بیا کتنې غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د امریکا یو فډرال قاضي د سپتمبر د یوولسمې بریدونو قربانیانو ته د افغانستان له شتمنیو د ۳،۵ میلیارد ډالرو بېلول رد کړل او هغه یې د امریکا د اساسي قانون خلاف چلند وباله.

د نیویارک له سویلي سیمې څخه جورج بي ډانلیز د یوې نظرپوښتنې په ترسره کولو سره ټینګار کړی چې د بیمې شرکتونه نه شي کولای د افغانستان بانک بودیجه د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړي.

قاضي دانلیز په دې اړه وايي: «د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ او د بیمې شرکتونه حق لري چې خپل ناقانونه قضاوتونه راټول کړي او زموږ د تاریخ تر ټولو بد برید لپاره د ګرمې غوښتنه وکړي، خو دوی نه شي کولای د افغانستان بانک له بودیجې سره دا ډول کار وکړي.»

له دې مخکې، قاضي سارانتبرن په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې یې خپور کړ سپارښتنه کړې وه چې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنۍ د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کولو مستحقې نه دي او پرېکړه یې قاضي دانیلز ته سپارلې وه. خو اوس دا سپارښتنه منل شوې او دا د امریکا د دې قاضي له خوا د افغانستان بانک د شتمینو په هکله لومړنی قطعي حکم ګڼل کېږي.

د هغې ډلې اصلي وکیل لي وولوسکي چې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی، وایي د قاضي د دې حکم په هکله به اعتراض وکړي.

ښاغلي ولوسکي وویل: «دا تصمیم د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د څه د پاسه لس زره د ټولنې غړي له طالبانو د ګرمې له اخیستو بې برخې کوي. ځکه دا ترهګره ډله په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو مسووله بلل شوې ده.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود د امریکا محکمې له دغې پرېکړې هرکلی کوي.

ښاغلی مسعود په دې اړه وايي: «زه فکر کوم چې دا حرکت له نړیوالې بانکولۍ سره د امریکا د محکمې اړیکه او بانکولۍ ته ژمنتیا ده. همداراز د نړیوال فشار په تېره بیا د افغانانو فشار چې موږ یې پیلوونکي یو ښودنه کوي.»

هغه زیاته کړه: «دا مسله له ملي پلوه زموږ لپاره مطرح ده، له بلې خوا د امریکا د ټاکنو په درشل کې دا پر بایډن یو فشار او د هغه یو ډول تکتیک دی چې ښو رایو ته د رسېدو په موخه ترسره کېږي.»

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واکمن شول، د افغانستان بانک اوه میلیارد ډالره شتمني د نیویارک په فډرال بانک کې موجود وو. د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن دا شتمني کنګل کړه او د افغانستان بانک له شتمنیو نیمایي «۳،۵» ډالر یې د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو لپاره په پام کې ونیول او د بایډن دا پرېکړه د چین، روسیې او ایران په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو له غبرګون سره مخ شوه.