سوداګري

د تورخم دروازې په دواړو لوریو کې د شپږ زره باروړونکو موټر درېدل

له درېیو ورځو راهیسې طالبانو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې چې له امله یې زرګونه بار وړونکي موتر درول شوي او سوداګر له ګڼو ستونزو او زیانونو سره مخ شوي دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوول ضیاءالحق سرحدی آمو ته وویل چې له درېيو ورځو راهیسې شپږ زره بار وړونکي موټر د تورخم دروازې دواړو لوریو ته درول شوي دي.

له بلې خوا، افغان سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي د دروازې تړل کېدو له امله اندېښمن دي او وایي، دواړه غاړو په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او که دا لاره خلاصه نه شي سوداګرو ته به سخت زیان ورسېږي.

میر زمان چې په تورخم کې د یوه بار وړونکي موټر چلوونکی دی له درېیو ورځو راهیسې د تورخم دروازې د پرانیستو په تمه دی.

نوموړی زیاتوي: «که دروازه خلاصه نه شي په موټرو کې ټول بار شوي توکي خرابېږي، په دغو موټرو کې مېوې او ترکارۍ دي نو که ژر دا لاره خلاصه نه شي دا هر څه به خراب شي.»

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، چې د یکشنبې ورځې راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته د افغان سوداګرو په تازه مېوو او ترکاریو بار له درېيو زرو زیاتې لارۍ ولاړې دي.

عظیمي زیاتوي، که دا ستونزه ژر حل نه شي او دروازه خلاصه نه شي په دغو موټرو کې بار مېوې او ترکارۍ به خرابې او سوداګرو ته به لوی زیانونه ورسېږي او همداراز به په بازارونو کې د دغو توکو بیې لوړې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین وایي، د تورخم دروازې تړل کېدل د خوراکي توکو د بیې د لوړېدو لامل کېږي.

هغه وویل: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د دواړو په ګټه دي، د دې لارې تړل کېدل د سوداګرو او دواړو هېوادونو د عادي وګړو په زیان دي، نو طالبان باید د ستونزو ولاړولو پرځای د خلکو ستونزې حل کړي.»

روایت خان چې د یکشنبې په ورځ یې د تورخم په لور حرکت کړی و ترڅو د درملنې لپاره پېښور ته ولاړ شي. خو له درېیو ورځو راهیسې په تورخم دروازې کې بند پاتې دی.

نوموړی وايي: «دا د خواشینۍ خبره ده چې دواړه لوري په معمولي خبره ډزې شروع کړي او لاره وتړي دا یې حل لار نه ده، دوی باید ښې اړیکې سره ولري زه ناروغ یم دلته هېڅ روغتیایي امکانات نشته او هره شېبه د تورخم دروازې د پرانیستو په تمه یم.»

له بله پلوه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادو په زیان بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د دروازې تړل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتو او وارداتو په زیان دي.

د تورخم دروازه د کب میاشتې په لومړۍ نېټه د خلکو پرمخ وتړل شوه.

په تورخم کې د طالبانو د امنیت مسوول سید کریم الله آمو ته وویل چې پاکستان د ترانزیت، مسافرو او هغو ناروغانو د تګ راتګ په اړه چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. هغه زیاته کړه چې پاکستاني پوځيان پر دغه لاره له افغان ناروغانو سره ناوړه چلند کوي او اجازه نه ورکوي چې له ناروغانو سره ناروغ لروونکي هم ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي دیپلومات آمو ته وویل چې طالبانو د یکشنبې په ورځ غوښتل چې یو شمېر کسان د ننګرهار په دُربابا سیمه کې له پاسپورت او وېزو پرته له دیورند کرښې راتېر کړي خو پاکستان پوله ساتو ځواکونو اجازه ورنه کړه چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه. د سرچینو په وینا په دې نښته کې دوه طالبان ووژل شول.

سرچینې زیاتوي چې تورخم دروازه د طالبانو له خوا تړل شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور آمر قریشي بدلون وایي، د دواړو لوریو ترمنځ له نښتې وروسته اوس دواړه لوري د دروازې د خلاصون لپاره هڅې کوي.

د پاکستان حکومت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.