افغانستان

کونړ کې له طالبانو د معلولینو شکایت

د افغانستان په تېرو څو لسیزو جګړو کې ګڼ شمېر کسان معلول او معیوب شوي چې په تېرو حکومتونو کې دغو معلولینو ته د دوی د کورنیو د اړتیاوو د برابرولو لپاره یو څه پیسې ورکول کېدې. خو د طالبانو په واکمنېدو سره معلولین له دغو معاشونو بې برخې شوي دي.

په کونړ کې معلولین شکایت کوي چې د دوی حقوق چې ورته ټاکل شوي وو اوس نه ورکول کېږي چې له دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، په لومړیو کې ورته د طالبانو له خوا یوه اندازه پیسې ورکول کېدې خو له ډېرې مودې راهیسې هغه هم بندې شوې دي.

په کونړ کې معلولین وایي، له اقتصادي ستونزو ځورېږي او د کورنیو لپاره د اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.

د معلولینو په وینا، څو ځله يې له طالبانو سره خپلې ستونزې شریکې کړې خو چا پام نه دی ورته کړی.

۳۱ کلن رفیع الله چې په جمهوري نظام کې يې په امنیتي لیکو کې دنده ترسره کوله او خپلي دواړه پښې یې له لاسه ورکړې وايې: «ما د هېواد د ساتنې لپاره قرباني ورکړې او بدن مې نیمګړی شوی اوس چې زه په بد حالت کې یم د کورنۍ اړتیاوې نه شم برابرولای او اوسنی حکومت مو هېڅ لاسنیوی نه کوي.»

هغه زیاتوي، په تېر نظام کې به هر کال دوی ته یو څه پیسې ورکول کېدې خو اوس نه ورکول کېږي او هیله من دي چې پر حق یې سترګې پټې نه شي.

د کونړ ولایت بل اوسېدونکی طوطي چې په یوه پښه معیوب دی وايي په تېر حکومت کې به حکومت هر کال شپېته زره افغانۍ ورکول کېدې چې په یو ډول به یې ګوذراه پرې کوله، خو اوس د طالبانو له لوري پرې دا پیسې درول شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: «زه معلول یم او کار نشم کولای یوازینۍ هیله مې طالبانو له خاورو سره خاورې کړه ځکه چې مخکیني حکومت به زما په ګډون ټولو معلولینو ته هر کال شپېته زره افغانۍ ورکولې تر څو د کورنیو اړتیاوې پرې برابرې کړي، خو د طالبانو په واکمنېدو سره زموږ حق نه راکول کېږي.»

د کونړ بل معلول اوسېدونکی محمد جمال وايې، په لومړیو کې طالبانو هر معلول ته اتلس زره افغانۍ ورکړې خو له هغې وروسته بیا یوه افغانۍ هم نه ده ورکړ شوې.

نوموړی زیاتوي: «زه په څو ځله په کونړ کې د طالبانو ادارې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ورغلی یم او خپلې ستونزې مې ورسره شریکې کړې خو چا ورته پام نه دي کړی.»

هغه وایي، د طالب مسوولینو له خوا ورته ویل شوي تر هغه چې وزارت ورته امر ونه کړي دوی ته پيسې نه شي ورکولای چې دې چارې سخت ناهیلی کړی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

په کونړ کې هم د هېواد د نورو ولایتونو په شان زرګونه معلولین له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغو معلولینو ته که څه هم په تېر نظام کې یو څه پیسې ورکول کېدې خو د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی دا کلنۍ معاش بند شوی دی.