افغانستان

پاکستان د افغان ناروغانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده

پاکستان یو ځل بیا په ناڅرګند لامل د افغان ناروغانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده.

په لومړیو کې دغه هېواد ژمنه کړې وه، چې د ورځې به تر ۱۰۰ هغو ناروغانو ته چې ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ورته اجازه ورکړې وي د ورتلو اجازه ورکوي خو یوه اوونۍ کېږي چې دا دروازه د هر ډول ناروغ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی صابر، چې تازه یې د طالبانو له روغتیایي مسوولانو د روغتیا د تایید سند اخیستی وایي، په تورخم کې یې ۴ شپې ورځې په سخت حالت کې تېرې کړې، خو د خپل ناروغ د درملنې لپاره دغه هېواد ته د تلو اجازه نه ده ورکړ شوې.

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې پوره اسناد یې لرل، خو ناهیلي خپل کور ته راستانه شوي دي.

صابر وايي: «مور مې ناورغه ده، په سختۍ سره مې په واسطو اجازه لیک واخیست، خو له بده مرغه هلته مې یخې شپې ورځې تېرې کړې چې اجازه به راکړي خو پاکستانیانو پرېنښودو او اړ شوم له خپل ناروغ سره بېرته کور ته راستون شوم.»

هغه پر ټولو هغو خلکو چې د ناروغانو د لېږدولو او هلته یې د درمنلې هڅه کوي غږ کوي د تورخم له لارې پاکستان ته د تل لپاره زړه ښه نه کړي.

په دې لړ کې، زرمینه چې په تورخم کې یې له خپل کوچني زوی سره سړې شپې ورځې په انتظار تېرې کړې آمو ته وایي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د ناروغانو پرمخ د تورخم دروازه تړل شوې، نو هیله ده د تورخم له لارې د ناروغانو له تلو ډډه وکړئ؛ ځکه له یوې خوا ناروغي او له بله پلوه سړه هوا مو ناروغانو ته لازیات تکلیف رسوی.»

بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي هم مني، چې له یوې اونۍ راهیسې په ناڅرګند لامل پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.

نوموړی وایي، په لومړیو کې یې هم په یوه او بله پلمه د افغان ناروغانو پر مخ دروازه تړله خو زیاتوي چې بیا یې خپله ژمنه ماته کړه او اوس ناروغان نه ورپرېږدي.

رحیمي زیاتوي: «یوه اونۍ کېږي چې پاکستان د ناروغانو پرمخ دروازه تړلې ده، لومړی یې د بایومتریک بهیر د سیستم خرابوالی پلمه کاوه بیا یې د ناروغ لروونکو ستونزه یادوله، په داسې حال کې چې ځینې ناروغان یوازې نه شو لېږلی.»

نوموړی وایي، هڅې یې پيل کړې ترڅو دغې ستونزې ته حللار ولټوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د طالبانو ویاند زیاتوي په لومړیو کې پاکستان د ورځې تر سلو ناروغانو ته د ورتلو اجازه ورکوله خو په وینا یې اوس هېچا ته اجازه نه ورکوي.

د افغان ناروغانو د لېږد بهیر څه ډول دی؟

ننګرهار کې د طالبانو د روغتیا ریاست ویاند وايي، هغه ناروغان چې د تګ هڅه کوي لومړی ننګرهار کې د روغتیا ریاست جوړ شوي کمېسیون کې د ټولو ولایتونو ناروغان نوملیکنه کوي، اسناد یې کتل کېږي او بیا که اړتیا وي چې دغه هېواد ولېږدول شي پاڼه ورکول کېږي او کوم کسان چې دلته یې درملنه کېږي نه لېږل کېږي.

عام خلک بیا په دې برخه کې په تېرو او اوسنیو واکمنو نیوکه کوي او وایي که دوی په ریښتینې ډول د ولس خدمت کړی وای نو اوس به افغانان اړ نه و چې پاکستان ته د درمنلې لپاره ولاړ شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی نوراغا وایي، سره له دې چې ۲۰ کاله د جمهوریت او څه کم دوه کاله د طالبانو کېږي خو بیا هم له پاکستان سره ستونزه حل نه شوه او نه هم په هېواد کې د ننه د معیاري روغتون او درملنې زمینه برابره شوه.

هغه زیاتوي، که د روغتیايي خدماتو ترڅنګ طالبان د بې کیفیته درملو د پېر پلور مخه ونیسي ښايي چې افغان ولس دې ته اړ نه شي چې پاکستان ته ولاړ شي او په تورخم کې سختې شپې ورځې تېرې کړي او یا ناهیلي کورونو ته راستانه شي.

کلونه کېږي، چې د تورخم له لارې د افغان ناروغانو پر مخ ستونزې نه دي حل شوې او لا یې هم ولس د طالبانو له خوا د اواري تمه ځکه نه لري چې د دوی په باور طالبانو یوازې پر ښځو د محدودیتونو په فکر کې دي نه ولس ته د خدمت.