ښځې

لیلا؛ هغه خبریاله چې رسنیز کار ته د بېرته ستنېدو په هیله شپې سبا کوي

څلرویشت کلنه لیلا سلطاني هغه خبریاله ده چې څلور کاله یې د غزني په رسنیو کې کار کړی. تر ۱۴ میاشتو زیاته موده کېږي، شپې یې په دې هیله چې بېرته به خپلې دندې ته ستنه شي، سبا کړې دي.

هغې په دوام کې وویل: «هره شپه په دې هیله چې ښایي سهار د دفتر له خوا زنګ راشي او ووایي چې لیلا دندې ته راشه، سبا کوم؛ خو له بده‌مرغه دا یوازې یو خوب دی او بس.»

لیلا وایي چې د طالبانو بیا واکمنېدل، د هغې لپاره یو بد خوب و؛ هغه خوب چې ټولې هیلې یې ترې واخیستې.

نوموړې وویل: «وروسته له هغې چې وزګاره شوم، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوو، د خپلو شخصي لګښتونو د برابرولو وس مې نه درلود. ان د اوسېدو لپاره ځای او د خوړو ډوډۍ مو نه لرله، له همدې امله د خپلې واده شوې خور کور ته راغلي یو او دلته ژوند کوو.»

لیلا وویل چې څو ځله یې هڅه کړې ترڅو د غزني په یوه رسنۍ کې دنده واخلي؛ خو د دغو رسنیو مسوولیو ورته ویلي، «ترڅو چې طالبان واکمن دي، نه شو کولای ښځینه کارکوونکې وګومارو.»

لیلا زیاته کړه: «څو ځله مې خپل مدیر ته وویل هر ډول حجاب چې طالبان غواړي، زه حاضره یم چې هماغسې حجاب وکړم، یوازې کار ته د بېرته راګرځېدو اجازه دې راکړي؛ خو هغه وویل چې د طالبانو له خوا ورته ویل شوي، په دې رسنۍ کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجاز ورنه‌کړي.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ۳۰۷ راډیوګانو له منځه ۱۳۷ راډیوګانې د اقتصادي ستونزو او د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله تړل شوې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ د ټلویزیون پر نړیواله ورځ هم ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ۵۰ سلنه ټلویزیونونو او ۴۸ سلنه چاپي رسنیو فعالیت په ټپه درېدلی دی.

د دغو رسنیو له تړل کېدو سره ۷۰ سلنه نارینه کارکوونکي او ۹۶ سلنه ښځینه کارکوونکې وزګارې شوې دي.