سوداګري

د برېښنا کمښت کندهار کې د ګول سیخانو د يوې توليدي کارخونې فعاليت ټکنی کړی

دا مهال په کندهار کې د وسپني ویلې کولو څلور فابريکې فعالیت لري، چې د ځينو توليد د برېښنا د کمښت له امله د کمېدو په حال کې دی.

د شمس مدينه په نوم د وسپني ويلی کولو، هنلارن او ګول سيخونو د توليد يوه لويه فابريکه، چې دا مهال د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت لري، د ورځي ۳۰ ټنه ګول سیخونه توليدوي.

د دې فابريکې رییس شمس الله وایي، په فابريکه ورسره ۲۵۶ کسان کار کوي چې د برېښنا د کمښت له امله يې اوس توليد ۳۰ ټنه دی، خو که يې برېښنا زياته شي، توليد به یې هم ورسره زيات شي.

د وسپني ويلې کولو ددې فابریکې مسوول وایي، د فابريکې پر جوړېدو يې لس مېلیون ډالر لګولي او توليدات يې دا مهال د افغانستان ټولو ولایتونو ته لېږل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ دلته لس مېلیون ډالره پانګونه کړې، توليدات مو د بهرنیو په پرتله باکېفيته دي او ټولو ولایتونو ته استول کېږي، خو د برېښنا ستونزه لرو، که مو ستونزه هواره شي، توليد به مو نور هم زيات او لا زیاتو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.»

هغه وایي، د ګول سېخونو د توليد لپاره کارول شوې وسپنه له کندهار ښار څخه پېري او بيا یې پروسس کوي.

۳۹ کلن روزي محمد، چې د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د وسپني ويلي کولو په دغه کارخونه کې کار کوي وایي، زياتو کسانو ته په دغه فابريکه کې د کار زمينه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د پانګونې د ثبات او وزګارۍ د لمنځه وړلو لپاره دې صنعتکارانو ته برېښنا او نورو پانګونو زمينه برابره شي.

هغه وایي: «زه د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی يم، دلته کار کوم او دلته کابو ۲۵۰ تنه په کار بوخت دي، خدای ج دې وکړي، چې زموږ برق سم شي، ترڅو د کارخونې فعاليت زيات او لانور وزګار کسان په کار شي.»

په کندهار کې د طالبانو د صنعت او کانونو خونې مسوول سيد سرور اماني هم وایي، چې په دغه ولایت کې ځينې کارخونې د برېښنا د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

اماني زیاتوي، له ولایتي مسوولينو سره په ګډه د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا د ستونزي د هواري په لټه کې دی.

نوموړي څرکنده کړه: «د برېښنا کمښت زموږ د صنعتکارانو لپاره اساسي ستونزه ده، خو د هواري لپاره یې هڅې کوو.»

له بلې خوا، په کندهار کې د طالبانو له خوا د صنعتي ښارګوټي آمر مفتي علي محمد وایي، د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال له ۲۰۰ زياتې توليدي کارخونې فعالیت لري او دوی په نوبتي ډول د ورځې ۸ ساعته برېښنا ورکوي.

هغه زیاتوي: «د کندهار په صنعتی ښارګوټي کې د ۳۰۰ په شااوخوا کې فابریکې دي، چې ۷۰ یې تړلې دي، خو د ورځې ورته ۸ ساعته برېښنا ورکول کېږي او موږ هڅه کوو، چې په کجکي بند کې د اوبو په زياتوالي سره د برېښنا بهیر هم زیات شي.»

له بله پلوه، د کندهار د برېښنا شرکت ویاند احسان الله امين هم وایي، چې د کجکي بند برېښنا د اوبو د کمښت له امله بنده شوې، خو دوی د کندهار د صنعتي ښارګوټي د فعال ساتلو لپاره دغو کارخونو ته هره ورځ ۸ ساعته ډيزلي برېښنا ورکوي.

نوموړی زیاتوي: «د کندهار صنعتي پارک ته په دوامداره توګه يعنې د ورځي ۸ ساعته برېښنا ورکوو، خو که د کجکي بند اوبه زياتې شي، دغو کارخونو ته به لازیاته برېښنا ورکول کېږي.»

د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې دا مهال د ودانیزو، خوراکي او نور توکو په ګډون د څښاکو او پلاستيکي وسایلو د توليد کارخونې فعالیت لري، چې د برېښنا د کمښت له امله د ډېری کارخونو فعالیت درېدلی دی.