د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو ادارې رییس عبدالباقي حقاني په کندهار کې د ماسترۍ پروګرام او کدري بستونو لپاره د آزموینې له امله جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې طالبان عصري علومو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي ټانګ جوړ کړي او د «کفارو» په وړاندې وجنګېږي.
هغه چې ۱۷۶ دیني عالمانو د آزموینې پرمهال یې وینا کوله وویل: «که وغواړو چې ټانګ جوړ کړو او د کفر په وړاندې ترې کار واخلو، نو اړتیا ده انجینر ولرو، ترڅو دا انجینر ټانک جوړ کړي او له هغې د حفاظت او واکمنۍ لپاره کار واخیستل شي.
عبدالباقي حقاني ویلي که د طالبانو غړي د لوړو زده کړو سندونه ولري، د دې ډلې د ټولو رسمي ادارو دروازې به يې پرمخ پرانیستې وي.
له دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په دوولسمه په هرات کې د پوهنتون له استادانو او د طالبانو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي و چې د طالبان ملایان او جنګیالي د خپلې علمي سویې د تثبیت او سندونو د ارزونې لپاره دولتي آزموینې ته اړتیا نه لري او له هغوی آزموینه اخیستل «سپکاوی» دی.
هغه ویلي و: «څوک دې له هغه طالب څخه آزموینه نه اخلي چې دستاربندي یې کړې او ولسوال یا قوماندان دی. هغه شل کاله زیار ایستلی او د کفارو په وړاندې درېدلی دی. د نوموړي د امتیاز درجه دا ده هرڅومره مینونه یې چې چاودولي په هماغه کچه د امتیاز وړ دی.»
له بلې خوا، په سویلي حوزه کې د طالبانو د تميز رییس سردار محمد فیضان وایي، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل مثبت ګام او د دې ډلې لپاره یې یوه لاس ته راوړنه بللې او ټینګار کوي چې «د نجونو تعلیم فرض کفایي دی او د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د طالبانو یوه لاس ته راوړنه بولم.»
له هغې وروسته چې طالبانو د دې ډلې د مشر ملاهبت الله آخوندزاده په حکم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه وکړه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب مشرانو له دې پرېکړې نارضایتي څرګنده کړه.
د ښځو پر زده کړو او کار دا محدودیتونه له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول. خو د طالبانو مشر په دې وروستیو کې ویلي، نړیوال فشارونه بې ګټې دي او په دې اړه کومه ګټه نه لري.