نړۍ

د ایران ولسمشر له شلو کلونو وروسته چین ته ځي

د یکشنبې په ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټاکل شوې د ایران ولسمشر په روانه اونۍ کې بیجینګ ته درې ورځنی سفر وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چان‌یینګ وویل چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د خپل چینايي سیال په بلنه سه شنبې د سلواغې په ۲۵مه دغه هېواد ته سفر وکړي.

چین ته د ایران د ولسمشر سفر په تېرو دوو لسیزو کې لومړنی دولتي سفر (State visit) دی.

چین ته له سفره مخکې د ایران له مذهبي مشر سره د رییسي کتنه

د ایران ولسمشر د دوشنبې غرمه مهال چین ته د سفر په درشل کې د ایران له مذهبي مشر آیت الله خامنه‌اي سره وکتل.

رییسي په دې کتنه کې ددغه سفر د کاري پروګرامونو، ناستو او په پام کې نیول شویو کتنو راپور هغه ته وړاندې کړی دی.

چین ته د ایران ولسمشر د سفر جزییات

له بلې خوا، ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې ولسمشر به په دې سفر کې د خپل چینایي سیال له خوا له رسمي هرکلي وروسته، لومړی له شي جین پینګ سره خصوصي کتنه ولري او وروسته به د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاویو ترمنځ مذاکرات او همداراز د همکارۍ سند د لاسلیک مراسم، د دواړو ولسمشرانو په مخکې ترسره شي.

رییسي به په دې سفر کې همداراز د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډه ناسته کې برخه واخلي او په چین کې به له مېشتو ایرانیانو سره هم وګوري.

په دې سفر کې به د ایران له ولسمشر سره د دغه هېواد د کابینې یو شمېر وزیران هم ملګري وي.

رییسي په نوي چینايي کال کې د چین د ولسمشر لومړنی لوړپوړی مېلمنه دی.

د بهرنیو چارو، اقتصاد، لارو، تېلو، کرنې او صنعت وزیران، د مرکزي بانک رییس او د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقري کني به له رییسي سره په دې سفر کې ملګري وي.

د ایران او چین ۲۵ کلن تړون

د ایران ولسمشر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې ایران او چین په ۱۳۹۹ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ۲۵ کلنو همکاریو پروګرام یا په بله وینا د ایران او چین د همکارۍ سند چې د ایران د تېلو په صنعت، د ګازو د صادراتو، د ایران د پتروشیمي صنایعو، بنسټیزو برخو له هغې جملې پوځي، امنیتي، کلتوري او قضايي برخو کې د پانګونې په برخو کې یې سیاسي، ستراتیژيک او اقتصادي هوکړه لیک لاسلیک کړ. ویل کېږي چې ددغه تړون له مخې به په ایران کې د چینایانو د پانګونې کچه له ۲۸۰ تر ۴۰۰ میلیارد ډالره وي. د چینایانو د دې پانګونې د پام وړ برخه د دغه ۲۵ کلن تړون په لومړي کال کې د ایران د تېلو او ګازو په برخه کې وي او نورې پانګونې به په پړاویز ډول او د دواړو لوریو د هوکړې پربنسټ د چین له خوا په ایران کې ترسره شي. دا سند د چین د یوه کمربند یوې لارې طرحې یوه برخه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د څرګندونو له مخې، دا تړون د ۱۴۰۰ کال له مرغومي په ۲۴مه د اجرا وړ شو.