نړۍ

هند د جنګي الوتکو او چورلکو په پلورلو خپل پوځي صادرات درې برابره زیاتوي

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې نوی ډیلی غواړي، په راتلونکو دوو کلونو کې د خپلو پوځي وسایلو صادرات په درې برابره زیاتوالي سره ۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

د هند د وسلو شرکتونه د دې هېواد د وارداتو د پراخې بودیجې د یوې برخې لپاره یوه لوی هوايي نندارتون ته مخه کړې ده.

هند په دغه هېواد کې په یوه پنځه ورځني هوایي نندارتون کې د ۷۵۰ میلیارد روپيو (۹ میلیارد ډالرو) په ارزښت د یوه دفاعي هوکړه‌لیک د لاسلیکولو په هڅه کې دی.

دا د هند د هوایي صنایعو په تاریخ کې ترټولو لوی نندارتون ګڼل کېږي.

له بلې خوا د هند هوایي شرکت هڅه کوي د خپلو مسافروړونکو الوتکو پېرل بشپړ کړي ترڅو ملکي اړتیاوې پوره شي او په نړۍ کې د الوتکو جوړوونکي د لا زیات تولید لپاره تر فشار لاندې راولي.

ښاغلي مودي په دې نندارتون کې د وینا پرمهال وویل: «زه د هند له خصوصي برخې غواړم چې د دې هېواد په دفاعي برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «هند دفاعي تولیدات د نړۍ ۷۵ هېوادونو ته صادروي.»

د ۲۰۲۳ ایرو هند هوا نړیوال څوارلسم نندارتون چې نن د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد په بنګلور ښار کې کار پیل کړ.

هند په دې نندارتون کې د څو میلیارد ډالري پوځي جنګي الوتکو، د ملکي اړتیاوو برابرولو لپاره د لویو مسافر وړونکو الوتکو د قراردادونو د بشپړولو او د سیمه ییزو تولیداتو لپاره د الوتکو د تولیدوونکو تر فشار لاندې دي.