ښځې

د ښځو او نجونو لپاره د علم نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې پر ارزښت ټینګار

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

د «ښځو او نجونو لپاره د علم له نړیوالې ورځې» سره په یو وخت د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهم طه ددې سازمان له غړو غوښتي چې د ښځو حقونو ته لازیات پام وکړي او دوی ته د زده کړو لپاره تضمین او زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې، ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې شوې او طالبانو د دوی پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

حسین ابراهیم طه وویل: «دا ورځ د ښځو او نجونو د علم او پوهې لپاره د لاسرسي او ونډې په موخه ددې پرېکړه لیک د بشپړ اجرا په موخه ده.»

له دې سره په یو وخت، د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د زده کړو په بهیر کې پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د علم د زده کړې په برخه کې د مېرمنو لازیاته ونډه د غوره راتلونکي زېری ورکوي.

انتونیو ګوتریش پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «راځئ ټول د لوست ټولګیو د ډکولو، لابراتوارونو او علمي پلاویو لپاره له پوهو مېرمنو سره خپل رول ولوبوو.»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت لري هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ښځو او نجونو لپاره د علم په نړیواله ورځ دغه سفارت د افغان رباتیک نجونو ډلې د نه باور وړ کار ستاینه کوي.

دغه سفارت ویلي چې افغان ښځې او نجونې په ټولو کچو د زده کړو حق او وړتیا لري.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ټویټ په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان رباتیک ډله، د سختو هڅو او هیلو غوره بېلګه ده. که افغان ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، دوی کولای شي په خپل نوښت سره د یوې نوښتګرې او ټکنالوژۍ پربنسټ ولاړې نړۍ لپاره سره مرسته وکړي. افغان ښځې او نجونې په ټولو کچو د زده کړو حق او وړتیا لری.»

۵۰۹ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته لسګونه زره نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي. سربېره پر دې، کابو دوې میاشتې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، د یوه لیک په خپرولو له پوهنتونونو هم نجونې منع کړې.