ښځې

ریحانه؛ هغه نجلۍ چې ښوونځی یې کور ته راوړی

ریحانه اوولس کلنه ده او له زده کړو سره سخته مینه لري؛ په داسې حال کې چې طالبان هغې ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي؛ خو ریحانه هره ورځ د تېر په یاد، د ښوونځي ځانګړې جامې اغوندي او په هینداره کې ځان ته ګوري.

ریحانه ښوونځي ته د تلو له خوښيو ډکو ورځو په یاد په ساعتونو پر ګرځنده ټلیفون او کمپيوټر پر مخ خپل او ټولګيوالو انځورونو ته ګوري او دا چاره یې اوس په ورځنۍ خوښۍ بدله شوې ده.

هغه وايي، که څه هم طالبانو نوموړې او نورو نجونو زده کوونکو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوي؛ خو ددغو انځورونو په لیدلو راتلونکي ته هیله من کېږي.

ریحانه په کور کې پر تختې په لیکلو سره خپلې کوچنۍ خور ته چې د اتم ټولګي زده کوونکې ده، درس ورکوي ترڅو له زده کړو پاتې نه شي.

ریحانه وایي: «موږ تل یو کال درسونه ویل او وروسته مو د خپلو زحمتونو پایله لیدله؛ خو دوستانې مې چې سږ کال په دوولسم ټولګي کې وې، فارغې شوې؛ خو نه پوهېږم چې راتلونکی به مو څه ډول شي؟ موږ درس ووایو که نه؟ که درس ووایو انګېزې ته اړتیا لرو؛ خو اوس هېڅ انګېزه نه لرو، یوازې زه نه یم چې دا وایم، دا د ټول افغان نجونو ګډ درد دی.»

دغه زده کوونکې نجلۍ زیاتوي: «سره له دې چې زه په خپله په کور کې درس وایم او ځان ته انګېزه ورکوم، ترڅنګ یې خپلې خور ته چې په اتم ټولګي کې ده، هم درس وایم. مور مې وایي چې ته کار مه کوه، درس ووایه او د هېواد اوسنی وضعیت بدل کړه.»

ریحانه له طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري او هغه هم د ښوونځیو دروازو بېرته پرانیستل دي: «له موږ څخه یو بې روحه جسم مه جوړئ، برعکس له موږ یو څه جوړ کړئ چې نړۍ حیرانه شي.»

وفا نظري هغه نجلۍ ده چې سږ کال یې غوښتل په کانکور آزموینه کې ګډون وکړي.

هغه وايي: «غوښتل مې سږ کال د کانکور آزموینه ورکړم؛ خو له بده مرغه طالبان اجازه نه راکوي.»

وفا، په دې ورځو کې د «انسان ۲۰۲۰» په نوم کتاب په لوستلو بوخته ده او وايي چې غواړي ددې کتاب په لوستلو د غوره راتلونکي لپاره یې انګېزه زیاته شي.

کابو دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په دې وروستیو کې پوهنتونونو ته د نجونو تلل او په خصوصي موسسو کې د مېرمنو کار د طالبانو له خوا منع اعلان شوی دی.

که څه هم د ملګروملتونو سازمان، اروپايي پارلمان او د اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي؛ خو تراوسه دغې ډلې د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره ګام نه دی پورته کړی.